د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

په عراق کې له امریکايي پوهنتون لسګونه افغان محصلان فارغ شول


ارشیف: په عراق کې د امریکايي پوهنتون یو درسي ټولګی
ارشیف: په عراق کې د امریکايي پوهنتون یو درسي ټولګی

لسګونه افغان محصلان چې نجونې هم په کې شاملې دي، په عراق کې له امریکايي پوهنتون فارغ شول.

د شکیلامحمدي لپاره د تېرکال هغه ورځ چې له کابله وتله، لاهم د ژوند ډېره ترخه خاطره ده.

دا وايي، لویه هیله یې لرله چې د خپلې خوښې پوهنځي څخه به فارغه شي.

هغې وویل: "کله چې له افغانستانه وتلم، یوازینی شی چې فکر مې پرې کاوه د تحصیل دوام و. غوښتل مې په خپله رشته کې مسلکي شم."

شکیلا د حقوقو د څانګې محصله وه او اوس یې د عراق د سلیمانیه ښار په امریکايي پوهنتون کې خپلې زده کړې پای ته رسولې دي.

عصمت الله سهاک بل افغان ځوان دی، چې دی هم د زده کړو د دوام لپاره عراق ته تللی.

هغه رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي، چې د تېرکال په دوبي کې د زده کړو له دوام څخه نهیلی شوی و.

سهاک زیاتوي: "کله چې طالبان واک ته ورسېدل، اټکل مو کولای شوای چې تر هرڅه زیات به زده کړو ته زیان ورسېږي. ما خپله داسې انګېرله چې د تحصیل فرصت مې نور نو له لاسه ورکړی دی."

په کابل کې امریکايي پوهنتون چې د تېر کال اګسټ راهیسې بند شوی.
په کابل کې امریکايي پوهنتون چې د تېر کال اګسټ راهیسې بند شوی.

شکیلا او عصمت الله د هغو ۱۱۰ افغان محصلانو له ډلې دي، چې د تېرکال په دوبي کې عراق ته ولاړل.

یو شمېر دا محصلان وايي هیله من دي، چې یوه ورځ به خپل هېواد ته ستانه شي.

افغان محصلان په لومړي سر کې یوڅه اندېښمن وو، چې ښايي په عراق کې به هم له ستونزمنو حالاتو سره مخامخ شي خو ځینې نور لکه شکیلا او عصمت الله بیا وايي، چې دا د دوی لپاره یوه ډېره ښه تجربه وه او د دوی لپاره د عراق د کردستان سیمې سلیمانیه ولایت تر ډېرو ځایونو متفاوت و.

د طالبانو حکومت د نجونو او هلکانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستې دي خو په جلا وختونو او جلا ټولګیو کې.

XS
SM
MD
LG