د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

ملګري ملتونه: له افغانستان د نشه‌يي توکو قاچاق ګاونډي هېوادونه له ستونزو سره مخ کړي


نشه يي توکي
نشه يي توکي

ملګري ملتونه افغانستان د ګاونډيو هېوادونو لپاره د نشه يي موادو د قاچاقو او سازمان شويو جرمونو سرچينه بولي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې، له افغانستان څخه د نشه يي موادو قاچاق نړیوال اقتصاد او سوادګري زيانمنه کړې ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د ګمرکونو له لارې د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره د سيمې د هېوادونو په کچه د ګمرکونو يوه شبکه جوړه کړه چې د افغانستان په ګډون یې آزربايجان، ګورجستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجيکستان، ازبيکستان او ترکمنستان غړيتوب لري.

دې شبکې تازه په تاجيکستان کې غونډه وکړه.

په نورو (۷) غونډو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازي هم ګډون کاوه، خو دا ځل د طالبانو د حکومت استازي ته بيخي بلنه نه وه ورکول شوې.

د دې غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې له خوا اعلاميه خپره شوه. په دې اعلامیه کې راغلي چې، د افغانستان له ادرس څخه د نشه يي موادو قاچاقو او تنظیم شويو جرمونو ګاونډيو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي دي.

له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) زياته کړې چې، دې وضعيت د سيمې امنيت، اقتصادي وده او سوداګري له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو، خو له پرله پسې اړيکو سره سره د طالبانو د حکومت وياندويان زموږ سره خبرو کولو ته حاضر نه شول.

خو يوه اوونۍ مخکې د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو د اندېښنو په اړه ازادۍ راډيو ته داسې ويلي وه: "موږ خپلې هلې ځلې کوو چې د دې قاچاقو مخه ونيسو، خو بيا هم که دوی غواړي چې دې ستونزې ته يوه حل لاره ولټوي موږ چمتو يو چې له دوی سره ووينو، پر دې موضوع له نژدې خبرې ورسره وکړو او دې ستونزې ته په ګډه يوه حل لاره ولټوو."

په دې غونډه کې د مرکزي اسيا لپاره د (UNODC) استازي (اشيتا ميتال) وويل چې په سيمه کې وروستيو بدلونونو ته په کتو سره اړتیا ده چې د تنظیم شویو جرمونو د مخنيوي لپاره پر پولو باندې امنيتي تدابير نور هم پياوړي شي.

په افغانستان کې د طالبانو تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې فعالیتونه او مرستې بندې شوې او اوس د افغانستان د نشه يي موادو وضعیت نه شي څارلای.

د افغانستان د پخوانۍ مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي نشه يي مواد يوه سيمه ييزه او نړیواله ستونزه بولي او زياتوي چې له دې ستونزې سره باید په ګډه مبارزه وشي.

نوموړی وايي:

"نړیواله ټولنه او اسلامي امارت باید يوه مشترکه ژبه او ځانګړې پالیسي ولري، تر څو هغه فرمان چې اسلامي امارت د نشه يي موادو د منع کولو په اړه ورکړی نړیواله ټولنه يې هم ملاتړ وکړي.

ملاتړ په دې مانا چې اقتصادي مرستې وکړي، بديل کښتونه ورکړي، د کار زمينه برابره کړي او داسې لارې چارې عملي کړي چې بېوزلي ختمه شي، پر همدې بنسټ يوې نړیوالې مبارزې ته اړتيا ده."

درې کاله کېږي چې د ګمرکونو دا شبکه جوړه شوې او په دې موده کې د دې اتو هېوادونو په ګمرکونو کې (۵۸۰) کيلوګرامه هيرويين، تر سل زره ډېرې ټابليټ که ګولۍ، (۵۵) ټنه کېمياوي مواد او د تنباکو تر پنځه سوه زره ډېرې بستې نيول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان د سیمې له هېوادونو څخه د هغو قاچاق شویو کیمیاوي موادو قربانی دی چې د هیرویینو په جوړولو کې کارول کېږی.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00
XS
SM
MD
LG