د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ديبورا لاينز: هغه حکومتونه چې مېرمنو او لږکيو ته ونډه ور نه‌کړي دوام نه‌شي کولی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانۍ ځانګړې استازې دیبورا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانۍ ځانګړې استازې دیبورا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز، چې په افغانستان کې یې دوه کلن ماموریت پای ته رسېدلی ویلي، هغه حکومتونه چې با استعداده خلکو، مېرمنو او لږکیو ته په کې ونډه ورنه‌کړل شي دوام نه‌شي کولای.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، په افغانستان کې د داسې یو سیستم د جوړېدو امکانات شته چې هم ټولګډونه وي او هم اسلامي.

اغلې لاینز چې تازه يې په افغانستان کې دوه کلن ماموریت پای ته رسېدلی د افغانستان لپاره يې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ( یونما) د خدای پامانې د غونډې د وینا متن خپور کړی دی.

اغلې لاينز په ځلونو د طالبانو له حکومت د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې وه
اغلې لاينز په ځلونو د طالبانو له حکومت د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې وه

په دغه وینا کې د نوموړي په حواله راغلي، په یوې ستراتېژۍ کې تر ټولو غوره هیله تعامل دی او دا حاکم نظام ته ښېي هغه حکومتونه چې با استعداده خلکو، مېرمنو او لږکیو ته په کې ونډه ورنه‌کړل شي دوام نه‌شي کولای.

نوموړې ویلي، د میلیونونه هغه افغان نجونو لپاره خفه ده چې اوس مهال په افغانستان کې له زده کړو بې برخې کړل شوې دي.

اغلي لاینز دا هم ویلي، چې د زیات شمېر افغان مېرمنو له استعداده د ګټې پر ځای هغوی په کور کښېنول شوي او د نفوس سمه نیمه برخه محدوده شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه پخوانۍ استازې ویلي، دا ورته ډېره دردونکې ده چې افغان مېرمنې په اوسني وضعیت کې پرېږدي او دا ترې ځي.

مېرمن دیبورا لاینز په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وټاکل شوه.

نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راوروسته د ښځو په کار او زده کړه او دغه شان د بیان پر ازادۍ ټینګار کړی.

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسي په دې هېواد کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زده کوونکو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي، دغه شان زرګونه مېرمنې چې د تېر حکومت پر مهال يې بېلابېلې دندې درلودې په کور کښېنول شوي دي.

د دې ترڅنګ په مېرمنو حجاب جبري شوی او له محرم پرته د سفر اجازه هم نه لري.

طالبانو د اغلې لاینز د څرګندونو په اړه تازه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG