د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

ملګري ملتونه او نړیوال بانک د افغانستان لپاره د خوړو لویه پروژه پیلوي


ارشیف: په هرات کې اړمنو کسانو سره د مرستې یو انځور
ارشیف: په هرات کې اړمنو کسانو سره د مرستې یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره او نړیوال بانک د افغانستان لپاره د خوړو د خوندیتوب د یوې نوې لویې پروژې د پیلېدو خبر ورکوي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې یا فاو په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب له بېړنۍ پروژې سره د نړیوال بانک د ۱۵۰ میلیون ډالرو بېسارې مرستې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دغې پروژې له لارې به د افغانستان په کلیوالي سیمو کې له تر ټولو بې وزلو او زیان ګالو خلکو سره د معیشت او ژوند ژغورنې په برخو کې مهمې مرستې وشي.

فاو ویلي، دغه پروژه به دغه راز له دې سره مرسته وکړي، چې په سیمه ییزه کچه د خوراکي موادو تولید زیات او د کوچنیو کروندګرو د ژوند کولو امکانات ښه شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې او د خوړو د نړیوال پروګرام په شمول د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو په تېره مې میاشت کې په یوه راپور کې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې له شدیدې لوږې سره مخامخ دي، ۱۹،۷ میلیون تنه ښودلی و.

دغو ادارو ویلي، چې دا د افغانستان تقریباً نیمایي وګړي د دې وس نه لري چې په ورځ کې د ځان لپاره خواړه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر چیو ډانګیو وویل: "موږ د نړیوال بانک او د دې بانک د غړیو د دغې سخاوتمندانه مرستو ډېر منندوی یو چې په دې حساس وخت کې یې کوي. دا په افغانستان کې د بې وزلو بزګرو لپاره یوه تاریخي شېبه ده او دغه مرسته زموږ د هغو ډله ییزو هڅو څرګندونه کوي چې هدف یې د یوه لوی ناورین مخنیوی او د زیان ګالو خلکو په ژوند کې د ریښتیني بدلونونو رامنځته کول دي."

نړیوال بانک د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې ته په لومړۍ مرحله کې ۱۵۰ میلیون ډالره ورکوي او پاتې ۴۵ میلیون ډالره به په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې دې ادارې ته ورکوي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې دغه مرستې به په دوو برخو کې لګوي.

د غنمو د تولید په برخه کې به د کښت په موسمونو کې له شاوخوا ۲،۱ میلیون وګړو سره او له کروندګرو سره به د روان کال تر نومبر او د ۲۰۲۳ کال د مارچ – نومبر ترمنځ مرسته وشي.

په دغه پروژه کې دغه راز د ماشومانو د تغذیې د اړتیاو د پوره کولو، له هغو کسانو سره چې معلول دي یا ناعلاجه ناروغي لري او له هغو ښځو سره چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي، مرستې په پام کې نیول شوي دي.

د دغې پروژې په ترڅ کې به یونیم لک کلیوالو ښځو ته د کرنې او تغذیې د ښو تخنیکونو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.

نړیوال بانک د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې ته په لومړۍ مرحله کې ۱۵۰ میلیون ډالره ورکوي او پاتې ۴۵ میلیون ډالره به په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې دې ادارې ته ورکوي.
نړیوال بانک د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې ته په لومړۍ مرحله کې ۱۵۰ میلیون ډالره ورکوي او پاتې ۴۵ میلیون ډالره به په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې دې ادارې ته ورکوي.

د دغې بیړنۍ پروژې دوهمه برخه د اوبو لګولو د سیستمونو پر رغولو، د اوبو د ښه مدیریت او د کرنیزې ځمکې د خاورې د کیفیت پر لوړولو راڅرخي.

د ۱۳۷ زره هکتاره ځمکې لپاره د اوبو لګولو په دغو زیربنایي پروژو کې به د له ۱،۹ میلیون زیاتو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي او نغدې پیسې به د کارپه بدل کې ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې دغه د ۱۹۵ میلیون ډالرو بېړنۍ پروژه د هغو درېیو لویو پرژو له ډلې یوه ده، چې ټول ارزښت یې ۷۹۳ میلیون ډالره دی او نړیوال بانک په دې وروستیو کې منظور کړي دي.

د دغو پروژو په ترڅ کې د افغانستان له خلکو سره د خوراکي موادو، د ژوند ژغورنې د بېړنو او اړینو مرستو سربېره د روغتیایي خدمتونو په برخو کې مرستې کېږي.

ملګرو ملتونو دغه راز په دې وروستیو کې وویل، چې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې سږکال نورو درې میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG