د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

واشنګټن پوسټ: امریکا او طالبان د افغانانو لوږې مسئله کې ځان ملامت بولي


آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانانو پر لوږې تمرکز کړی او لیکلي یې دي، طالبان او امریکا دواړه دې مسئله کې ځانونه ملامت بولي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان بشري بحران له څو کلونو راهیسې دوام لري خو دا مهال زیاتېدونکې لوږې، وچکالۍ او پر بهرنیو مرستو اتکا وضعیت لا کړکېچن کړی دی.

د مطلب په دوام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نډ پرایس خبرې را اخیستل شوي چې تېر اوړی یې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ویلي و، دوی به هغه حکومت سره یو سنټ مرسته هم ونه کړي چې د بشر بنسټیزو حقونو ته درناوی نه لري.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د تېر ژمي په درشل کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر ادارې د دې لپاره فشارونه زیات شول چې افغانستان کې له انساني فاجعې مخه ونیسي.

د دې فشارونو په پایله کې امریکا او نورو ګڼو هېوادونو د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو له لارې د افغانستان اړمنو کسانو ته مرستې برابرې کړې.

له بل لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي واشنګټن پوسټ ته ویلي، دوی په دې باور و چې د جګړې په پای ته رسېدو به د کار و بار زیات فرصتونه برابر شي، خو ده زیاته کړې چې امریکا هر څه ګډوډ کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت دا دى نږدې لس میاشتې ووتې، خو تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دى پېژندل شوی.

نړیوال له طالبانو سره د تعامل په خاطر له دوی غواړي، چې ټولشموله حکومت رامنځته او د بشر ټولو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

ګارډین:

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې بیا په کابل کې د يو شمېر هغو ښځو ژوند انځور کړی چې د طالبانو په راتګ یې هیلې مړاوې شوي دي.

د مقالې لیکوال د کابل ۱۷مه ناحیه کې د یوه ټولګي دننه د راټولو شویو هغو ښځو خبرې را اخیستي چې د بې ځایه شویو کورنیو ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکوي.

مقاله لیکونکي ویلي، دغو ښځو کابل کې د بریتانیا د کارګر ګوند له لوړپوړي ډيپلومات ډیویډ لمي سره، چې کابل ته یې تازه سفر کړی، خبرې کولې او ټولې خبرې یې له اوښکو سره ملې وې.

په همدې ټولګي کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ ویلي، د کابل د انجینري پوهنځي محصله ده، خو هغه مهال ناهیلې شوه چې طالبانو د پوهنتون دروازه کې ودروله او ورته یې وویل، چې باید ټول مخ پټ کړي.

ګارډین په همدې کابل کې د هغو ښځو وضعیت ته هم کتنه کړې چې په یوه اوږده کتار کې د یوه خیریه موسسې مرستې ته په تمه وې.

د لیکنې په یوه برخه کې د بریتانیا د کارګر ګوند د لوړپوړي ډيپلومات ډیویډ لمي خبرې را اخیستل شوي چې ویلي یې دي، که مونږ کابل کې حضور ونه لرو، فعالیت نه شو کولای.

لمي کابل ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی، چې روان بشري وضعیت لا هم کړکېچن کېداى شي.

XS
SM
MD
LG