د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د کونړ پوهنتون استاد رحمت الله زاهد: طالبانو له دندې ګوښه کړی یم


د طالبانو له لوري د کونړ پوهنتون ګوښه شوی استاد رحمت الله زاهد
د طالبانو له لوري د کونړ پوهنتون ګوښه شوی استاد رحمت الله زاهد

د کونړ پوهنتون یو استاد ادعا کوي، چې طالبانو له دندې ګوښه کړی دی.

د کونړ پوهنتون استاد رحمت الله زاهد دی چې د خپلې دندې د له لاسه ورکولو له امله شکایت کوي.

استاد زاهد ادعا کوي، چې د طالبانو په مشرۍ د یاد پوهنتون رهبرۍ پر فېسبوک د نظام د تخریب په اړه د لیکنو په تور له دندې ګوښه کړی -هغه څه چې دی یې "له حقیقته لرې" بولي.

هغه زیاته کړه: "داسې یو څه چې هغه دې له دوی سره مخالفت وګڼل شي نه زما په لیکنو کې شته او نه هم خبرو کې، دوی یوازې د پلمې جوړولو او د خلکو په سترګو کې د خاور د شیندلو لپاره زما د پوسټ په سپیناوي کې دا خبرې کړي، دا ټول تهمت او الزام او دروغ دي، زما سوشیل میډیا دې وکتل شي، تخریب څه مانا لري کله چې یو څه غلط وي د هغې اصلاح کول په کار دي او نقد کول زموږ حق دی."

ښاغلی زاهد وایي، د یاد پوهنتون رهبري له هېڅ ډول خبر ورکولو او مجلس پرته دی له دندې لرې کړی دی.

نوموړی وایي، که د طالبانو حکومت د دغه ډول وضعیت مخه ونه نیسي ډېری استادان به دندې پرېږدي او له هېواد نه تېښتې ته اړ شي.

بلخوا د ننګرهار پوهنتون یو استاد هجرت الله اختیار چې تازه له هېواده امریکا ته تللی، په خپله فېسبوک پاڼه یې په یو متن کې وضاحت ورکړی چې ده ته د تدریس او پوهنتون د تګ اجازه نه کېدله.

نوموړي لیکلي: "کله چې په حمل کې د ننګرهار پوهنتون نوی سمستر پیل کېده او د مقاماتو! په غوښتنه ما ته مضامین رانه کړل شول او پوهنتون ته د نه راتګ خبر راکړل شو، نو له هغې وروسته خدای شته ما هم د ځان او خپلې کورنۍ لپاره یوې نسبتاً مناسبې لارې موندلو ته سترګې غړولې چې له وطن څخه ووځم."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نظر ولرو خو ویاند یې احمد تقي زموږ له پرلپسې اړیکو او پیغامونه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده، چې څو موده مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي و، هغه استادان چې د تېر نظام په اداراتو کې یې کار کړی وي د ترفع کولو حق نه لري - دې څرګندونو د پوهنتونونو د استادانو غبرګونونه راپارولي و او له طالبانو یې وغوښتل چې د عمومي عفوې په اړه دې خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

خو مخکې تر دې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار کړی، چې دوی هڅه کوي په هېواد د ټولو مېشتو وګړو حقونه غوندي او خپلو کړو ژمنو باندې عمل وکړي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده، چې څو موده مخکې بي بي سي راپور ورکړی چې د هرات بلخ او یو بل شمالي ولایت له پوهنتونونو څخه په دې وروستیو کې شاوخوا دوه سوه استادانو دندې پریښي او له هېواده وتلي دي.

مخکې تر دې د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینو ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنې ښودلي، چې ډېریو استادانو یې دندې پریښي چې د استادانو د کمښت له امله یو شمېر مضامین اوس نه تدریسېږي.

XS
SM
MD
LG