د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۹

نړۍ

اوکراين: زاپوريژيا سيمه کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نيول شوې

ارشيف
ارشيف

ولودومیر زلنسکي وایي، اوکرایني ځواکونو په زاپوریژیا سیمه کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې.

د اوکرایین ولسمشر ښاغلي زلنسکي بېګا ناوخته په یوه ویډیويي پیغام کې د سویل ختیځ زاپوریژیا سیمې څخه د مثبتو خبرونو یادونه وکړه او ويې ویل د اوکرایین ځواکونو د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې چې هڅه یې کوله د سیمې د بشپړې تصفیې لپاره خپل عملیات پیل کړي.

زلنسکي زیاته کړه چې اوکرایني ځواکونه په تدریجي ډول د خارکیف په سیمه کې پرمختګ کوي او د هغه په خبره زموږ ځمکه آزادوي.

زلنسکي همدا راز خبر ورکړ چې هغه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په لومړۍ لیکه کې د وضعیت او په راتلونکو ورځو او اوونیو کې د جګړې د احتمالي شدت اخیستلو په اړه خبرې وکړې.

دوی په اروپایی ټولنه کې د شاملېدو لپاره د اوکراین د غوښتنې او د اوکراین او ټولې اروپا لپاره د امنیت د تضمین په اړه هم خبرې کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسراییل له نیوکو سره-سره غزه کې د ( پراخو عملیاتو) لومړی پړاو پيل کړ

د جګړه ځپلې غزې یوه څنډه
د جګړه ځپلې غزې یوه څنډه

د غزې اوسیدونکو ویلي چې اسراییلي پوځیانو تیره شپه د غزې ښار او شاوخوا سیمې بمبار کړي دي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې اسراییل پرون چهارشنبه د حماس د سنګرونو دله منځه وړلو په خاطر غزه کې د پراخه عملیاتو د پيل اعلان وکړ.

حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پيژندل کیږي.

د دغو عملیاتو له مخې به، چې طرحه یې د کابینې تایید کړې، د اسراییل شپیته زره زخیره سرتیري جګړې ته د تګ اجازه ترلاسه کړي چې ورسره د بشري ناورین د بدتره کېدو ویره شته.

د اسراییل دغو عملیاتو نړیوال غبرګونونه او کورني مخالفتونه پارولي دي.

د اوکراین د سولې د هڅو په ترڅ کې، روسیې تیره شپه پر اوکراین پراخ برید کړی

ارشیف
ارشیف

د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته د نړیوالو هڅو په ترڅ کې روسیې تیره شپه د اوکراین پر ښارونو د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو پراخ برید کړی دی.

د جرمني خبري اژانس نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستم یې د روسیې ۶۱۴ بې پیلوټه الوتکې او توغندي کشف کړي.

اوکرایني رسنیو ویلي چې پلازمینه کیف او لویو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

پرون ماښام په اکثرو ښارونو کې خلکو ته د هوایي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی و او ترې غوښتل شوي وو چې خوندي ځایونو کې پاته شي.

د تیرې شپې بریدونو کې تراوسه د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ایران نن سهار یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

ارشیف
ارشیف

ایران نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.

د ایران قضایه قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس ویلي چې اعدام شوی کس " د دریو کسانو د وژنې عامل و" چې په ګلستان ولایت کې د پیښ شوي جرم په ځاې کې په دار وځړول شو.

د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په روانه اونۍ کې دویم علني اعدام دی چې په ایران کې ترسره کیږي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، دا د روان میلادي کال له پيله دا ۷م علني اعدام دی چې ایران کې ترسره کیږي.

دغه سازمان دا ډول اعدامونه نړیوالو بشري قوانینو ته بې اعتنایي بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دې ډول پيښو ته جدي غبرګون وښيي.

ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړي

د ایران سپاه پاسدران د تمرینونو پر مهال، ارشیف
د ایران سپاه پاسدران د تمرینونو پر مهال، ارشیف

ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړې دي.

د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې سمندري ځواکونه یې په عمان خلیج او د هند په اقیانوس کې خپل توغندي ازمایي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي، ایراني چارواکي داسې مهال د خپل پوځي قدرت مانورې کوي چې د اسراییل په بریدونو کې یې د هوایي دفاع او اټومي تاسیسات زیانمن شول.

ایران شاوخوا ۱۸ زره سمندري ځواک لري، خو په تیره جون میاشت کې له اسراییل سره د بریدونو پر مهال یې په ظاهره له هر ډول لویې حملې څخه ډډه وکړه.

دغه ځواکونه په بندرعباس، عمان خلیج، د هند په اقیانوس او سره سمندر کې ګزمې کوي.

په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د قحطۍ له امله درې نور کسان مړه شوي دي

په غزه کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې په غزه کې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۲ زرو زیات شوی دی او تر ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.

د بیان له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسراییلي بریدونو په پایله کې ۵۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله درې نور کسان هم مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه پورې، په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ۲۶۹ ثبت شوی، چې ۱۱۲ کوچنیان هم پکې شامل دي.

ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۵ کال د می په میاشت کې د امریکا په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ د فعالیت له پیل راهیسې په دې سیمه کې د مرستو ترلاسه کولو په هڅه کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې د دې بنسټ مرکزونو ته نژدې د عملیاتو پر مهال اسرایلي ځواکونو ویشتلي دي. اسراییل په غزه کې د لوږې رامنځته کولو د پالیسۍ تورونه ردوي. د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال په اومه د اسراییل پر جنوبي سیمه برید وکړ، تر ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

افغان کډوال د پاکستان په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړ شوي دي

د پاکستان په اسلام اباد کې لسګونو کورنۍ په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړې شوې دي.

وروسته له هغه چې پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، ګڼ شمېر افغانان وايي چې د کورونو څېښتنانو دوی د کرایې له کورونو وایستل او دوی اوس د سرپناه ځای نه لري.

د افغان کډوالو پر وړاندي په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستاني چارواکو د سختو اقداماتو له مخې د اخراج لړۍ ګړندۍ شوه.

ملګري ملتونه وايي چې پاکستان د سپتمبر تر لومړۍ نیټې مخکې د راجستر شویو افغانانو ایستل پیل کړي دي چې کولی شي له یو ملیو زیات یې وتلو ته اړ کړي. دا سره له دې چې شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسان د کډوالۍ ثبت شوي اسناد لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، د جون راهیسې نژدې ۷۰۰،۰۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي، چې د مرستندویه ادارو په وینا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې د افغان کډوالو د ستنیدو ترټولو لوی بحران دی.

ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول د ټیک ټاک اکونټ جوړ او خپله لومړی ویډیو يې په کې خپره کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایټالیا لومړی وزیره جورجیا میلاني
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایټالیا لومړی وزیره جورجیا میلاني

سپینې ماڼۍ پرون سه شنبې په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره د ټیک‌ټاک حساب پرانیست، څو په امریکا کې د دغه اپ له ۱۷۰ میلیونو څخه ډېرو کاروونکو ته د ولسمشر ټرمپ پیغامونه ورسوي.

نوی حساب چې د اټ وایټ هوزس په نوم جوړ شوی، پرون يې یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې په کې ولسمشر ټرمپ وايي، "زه ولسمشر ټرمپ ستاسې غږ" یم.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، د ټرمپ حکومت ژمن دی چې د ولسمشر تاریخي لاسته راوړنې تر خلکو د ډېرو رسنیو او پلېټفارمونو له لارې ورسوي.

د رویټرز د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ د ټیک‌ټاک سره ځانګړې مینه لري خو امریکايي قانون‌ جوړونکي بیا اندېښنه لري چې ټیک‌ټاک د امریکايي کاروونکو شخصي معلومات ښايي د چین حکومت لاس ته په ورشي.

عراق د امریکا له لویې نفتي کمپنۍ سره د نفتو د استخراج په برخه کې هوکړه کړې

د عراق لومړی وزير محمد شیاع السوډاني وايي، د شورون (Chevron) په نوم د نفتو د تولیدوونکې یوې امریکايي کمپنۍ سره یې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، السوډاني دا اعلان پرون سه شنبې وکړ.

رویترز وړاندې وايي، عراق په تېرو دوو کلونو کې له ګڼو سترو نفتو کمپنیو سره تړونونه کړي او د فرانسې له توتال او د برېتانیا له برتش پټرولیم سره یې د ۵۰ میلیارد ډالرو په ګډو پانګونو د نوو قراردادونو لاسلیک ته لاره هواره کړې ده.

د عراق د لومړي وزير د دفتر په ټکو، د حکومت د نفتو له سترو کمپنیو د تعامل په برخه کې نوي ستراتیژي پلي کوي.

په چین کې د تکنالوژۍ یو شرکت داسې روباټ جوړ کړی چې ماشوم زیږوي

د چین په ګوانګژو کې د کایوا په نوم د تکنالوژۍ شرکت د نړۍ لومړنی انسان نما روباټ جوړ کړی چې مصنوعي رحم يې په تګنالوژۍ سمبال دی.

دغه روباټ به په ۲۰۲۶کال کې بازار ته وړاندې شي او بیه به يې ۱۰۰زره یوان چې ۱۳۹۰۰ ډالر کیږي وي.

دغه انسان‌نما روباټ په خپلو نس کې یو مصنوعي رحم لري چې د حامله‌ګۍ او زیږون په جریان کې د جنین د ساتلو لپاره ډیزاین شوی دی.

دغه روباټ د پخوانیو څیړنو پر بنسټ رامنځته شوی.

امریکايي ساینسپوه نارس وزي په ۲۰۱۷کال کې د "ژوندۍ مایعې ډکه بیولوژیکي کڅوړه" د څو اونیو لپاره ساتلې وه، چې اوس د کایوا شرکت له دغې څیړنې په ګټه د انسان نما روباټ د حمل سیستم جوړ کړی دی.

د ساینسپوهانو په باور، په دې ډول یو داسې نړۍ انځورېدلی شي چې په کې ماشومان له مور نه، بلکې له ماشینونو نړۍ ته راځي او دا تکنالوژۍ ممکن راتلونکی ډير ژر بدل کړي.

سویسي پیلوټ د لمریز الوتکې په مرسته د نړۍ د الوتنې نوی لوړ ریکارډ جوړ کړ

سویسي پیلوټ رافایل دومیان (Raphael Domjan)د لمریز برېښنايي الوتکې په مرسته د الوتنې لوړ ریکارډ مات او د سمندر له سطحې ۹۵۲۱مټره لوړ والوت.

د سي بي اس تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، دومیان د تیرې سه شنبې په ورځ د سویس په جنوب په سیون هوايي ډګر کې د سولرسټراتوس لمریز الوتکې په مرسته دغه تاریخي الوتنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د الوتکې انرژي د هوا له تودوخي اخیستل شوې وه چې په مرسته يې د ۱۵کلونو ریکارډ مات شو.

له دې وړاندې د لمریز بريښنايي الوتکې د الوتنې لوړوالی تر ۹۲۳۵مټرو پورې ثبت شوی وو.

دومیان ویلي،"غواړي لومړنی کس شي چې تر ۱۰زره مټره لوړه لمریز بریښنايي الوتکه پورته کوي".

دغه لوړوالی د مسافر وړونکو الوتکو له لوړوالي سره برابره دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG