د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ځایي اوسېدونکي: لا هم د کونړ په ځينو ځنګلونو کې اور بل دی


ځايي اوسېدونکي: لا هم د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې اور بل دى
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې لګېدلي اور ډېر ځنګلونه سوځولي.

د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې لګېدلی اور چې په ځینو سیمو کې مړ شوی د ځنغوزیو او نښتر ونو په ګډون د څو کیلومترو په ساحه کې ډېرې ونې سوځولي دي.

د کونړ د چپې درې د بدګاه د کلي یوه اوسېدونکي جمالدین ازادي راډیو ته وویل، چې په تورتم ځنګله کې اور تراوسه نه دی مړ شوی.

د هغه په خبره پرون هم د سیمې اوسېدونکو هڅه وکړه هغه ووژني خو نن د کلي له ټولو اوسېدونکي غوښتل شوي چې د دې اور د وژلو لپاره هڅې وکړي.

هغه وویل: "اور مهار نه دی، ورپسې سبا ډېر خلک وځي، زموږ په څلورو جوماتونو کې خلکو ته ویل شوي چې هیڅوک دې په کورونو کې نه پاتې کېږي او هر شی چې لري او اور پرې مړ کېږي له ځانه سره واخلي او ورشي. اور ډېره ساحه ځپلې، تقریباً تر زرو پورې د نښترو غټې ونې به سوځېدلې وي."

تر دې مخکې د کونړ د چپې درې اړوند ځینو ځنګلونو او د دې ولایت د نورو سیمو په ځنګلونو کې هم د اور د لګېدو راپورونه ورکړل شوي وو، چې زموږ د سیمه ییز خبریال په وینا هغه تر ډېره کنترول شوی دی خو د نورستان په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د مړه کېدو په اړه ضدونقیضې څرګندونې کېږي.

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرقیب تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، چې د شام درې په ځنګله کې چې څه کم دوه اونۍ مخکې اور لګېدلی و، اوس یو څه کنترول شوی.

نورستان په یوه ځنګله کې د لګېدلي اور لمبې
نورستان په یوه ځنګله کې د لګېدلي اور لمبې

نوموړي د دغه اوراو د زیانونو په اړه یې وویل: "کوم اور چې د نورګرام ولسوالۍ مربوط شام ځنګله کې لګېدلی و، تقریباً د پنځلس کیلومتره په اوږدوالي یوه ساحه کې یې ډېرې غټې ونې، د ځنغوزیو او نښترو قیمتي ونې چې د ځنغوزیو له ونو به یې خلکو ډېر حاصلات ترلاسه کول، او نور مختلف نیالګي و، ټول سوځېدلي اودا ډېره د خفګان خبره ده. له دوهم د جوزا نه اور تر ننه پورې چې د جوزا ۱۶ ده، بل و، نن د خدای په فضل یو څه کابو شوی دی. د کلیو خلک پیره په پیره هلته ځي چې شاوخوا سیمې یې پاکې کړي، په سلو کې ۹۹ اور کنترول شوی دی انشاالله."

د نورستان او کونړ یو شمېر اوسېدونکو په سیمه کې د ازاي راډیو خبریال ته ویلي، چې د نورستان ولایت د وامه ولسوالۍ په بوني ځنګله، د دې ولایت مرکز پارون ته نږدې په کانتیوا ځنګله او دغه راز د نورګرام ولسوالي د شام درې په ځنګله کې لګېدلي اورونه اوس مړه شوي یا کنترول شوي دي او د کونړ د چپې درې له تورتم ځنګله پرته چې اوس هم په کې اوربل دی، په نورو سیمو کې یې اورونه کنترول شوي دي.

د نورستان او کونړ سیمه ییزو چاراکو مخکې په ځینو ځنګلونو کې د اور د مړه کېدو خبره کړې وه خو په دې وروستیو دوه درې ورځو کې یې چې د دواړو ولایتونو په ځنګلونو کې د لګېدلو اورونو د دوام ادعاوې شوي، له څه ویلو ډډه کړې ده.

د نورستان او کونړ ولایتونو اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او نړیواله مرستندویه ټولنو غواړي، چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره دغو ولایتونو ته د اور وژنې لازم امکانات برابر کړي ځکه د دوی په وینا د سیمې د خلکو اقتصاد تر ډېره پر همدغو ځنګلونو پورې تړلی دی.

د نورستان او کونړ له ځنګلونو د لرګیو پر تولیداتو سربېره د ځنغوزیو له ونویې ځلک ډېر حاصلات راټولوي چې ډېری یې د چین په ګډون نورو هېوادونو ته صادرېږي.

XS
SM
MD
LG