د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د ارمنستان په مظاهرو کې لسګونه کسان ټپیان شول


د راپورونو په اساس مظاهره چیانو او پولیسو اخ او ډب هم کړی چې په کې لسګونه کسان ژوبل شوي.
د راپورونو په اساس مظاهره چیانو او پولیسو اخ او ډب هم کړی چې په کې لسګونه کسان ژوبل شوي.

د ارمنستان د حکومت د مخالفینو په مظاهرو کې کې لسګونه کسان ټپیان شول.

مظاهره چیان مرکزي یرووان ته نږدې د هغو ماڼيو مخ ته په اعتراض راوتلي وو، چې د صدراعظم نیکول پاشینیان په ګډون ګڼ حکومتي چارواکي په کې مېشت دي.

د حکومت دا مخالفان د نګورنو قره باغ د لانجې په تړاو د حکومت وروستۍ پرېکړې او اقدامات غندي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په اپرېل میاشت کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره د اروپايي شورا په منځګړیتوب د لانجمنې سیمې نګورنو-قره باغ د سولې د طرحې په تړاو په بروکسل کې خبرې وکړې.

تر همدې مذاکراتو را وروسته د حکومت مخالفانو څو واره مظاهرې کړي چې وروستۍ یوه یې بېګا ترسره شوه.

د راپورونو له مخې پولیسو د جمعې په شپه ناوخته د لوړپوړو حکومتي چارواکو له ماڼیو نه د مظاهره چیانو د لرې ساتلو لپاره له صوتي/دودي لاسي بمونو څخه کار اخیستی.

صوتي یا سټن ګرنېډونه هغه دي چې لږ وژونکې چاودېدونکي مواد په کې وي خو ډېر لوږ غږ او ړندوونکی دود تولیدوي څو خلک خواره شي.

د راپورونو په اساس مظاهره چیانو او پولیسو اخ او ډب هم کړی چې په کې لسګونه کسان ژوبل شوي.

د ارمنستان د روغتیا وزارت ویلي، چې د ۳۴ پولیسو په ګډون ۵۰ تنه تر درملنې لاندې ونیول شول.

پولیسو ویلي، چې یوولس تنه مظاهره چیان یې د پولیسو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي په تور نیولي دی.

د جون د درېیمې مظاهرې له اپرېل راهیسې تر ټولو زیات تاوتریخجنې بلل شوي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان وروسته له هغه له سختو نیوکو سره مخ شو چې هغه او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د اپریل په میاشت کې موافقه وکړه چې د شخړې د حل لپاره د سولې د تړون مسوده پیل کړي او د ګډې پولې په نښه کولو لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ کړي.

ارمنستان د ۲۰۲۰ په جګړه کې د اذربایجان د جلا شوې سیمې د ځینو برخو کنټرول له لاسه ورکړ.

دا جګړه چې دواړو خواو ته پکې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول بلاخره د مسکو په منځګړیتوب او د روسي عسکرو د څار په نتیجه کې پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG