د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

ملګري ملتونه: افغانستان د بشري حقونو له ناورین سره مخ دی


په کابل کې د جبري حجاب پر ضد د یو شمېر افغان مېرمنو د لاریون انځور - May 10 2022
په کابل کې د جبري حجاب پر ضد د یو شمېر افغان مېرمنو د لاریون انځور - May 10 2022

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، دا هېواد د بشري حقونو له ناورین سره مخ دی، خو طالبان یې نه‌مني.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په افغانستان کې له ټولو خلکو په ځانګړي له ښځو سره تبعیض روان دی.

ریچارډ بنیټ له افغانستانه د ستنېدو وروسته، امریکا غږ سره خپله تازه مرکه کې ویلي، هڅه روانه ده چې په افغانستان کې مېرمنې په اساسي توګه منزوي او په ټولنه کې یې حضور له‌منځه یوړل شي.

ښاغلي بنیټ ویلي، افغانستان د بشري حقونو ناورین سره مخ دی، خو طالبان د خپلو ارزښتونو له مخې عمل کوي او له اسلام څخه یې تفسیر په بشپړه توګه محدود او سخت دی.

هغه وویل: "افغانستان د بشري حقونو د ناورین سره مخ دی، کله نا کله د بشري او حکومتولۍ ناورین په اړه اورو، خو د بشري حقونو ناورین هم شته‌دی. نو کېدای شي د ملګر وملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه کړي وي چې د بشري حقونو په اړه یو نوی طرزالعمل رامنځ‌ته کړي او زه یې په دنده وګمارلم، فکر کوم په لومړي سر کې زما په ګډون د ډېری خلکو په ذهن کې د مېرمنو وضعیت، د مېرمنو پر وړاندې تبعیض، د هغوی ګوښه کول او لکه څنګه چې ما په خپل راپور کې لیکلي دي، هڅه روانه ده چې مېرمنې په افغانستان کې منزي او د هغوی حضور له‌منځه یوسي."

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې، په افغانستان کې رسنۍ او ژورنالیستان لکه د تېر په څېر ازاده فعالیت نه‌شي کولای او په کارونو یې محدودیت لګول شوی دی.

د ښاغلي بنیټ له قوله، په افغانستان کې د اهل‌تشیع او هزاره ګانو په ګډون لږکي په نښه کېږي او تر خوا یې د خپلو سرو توقیفونو او شکنجې کولو ادعاګانې هم شته.

خو طالبان دا ټولې ادعاوې ردوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو سره خبرو کې د ښاغلي بنیټ د خبرو محتوا له واقعیت لېرې وبلله او زیاته یې کړه، د ښځو د حقونو، زده‌کړو او افغانانو سره د برخورد په برخه کې دوی دوی چلند روښانه دی.

محمد نعیم
محمد نعیم

هغه وویل: "متاسفانه دا ډول راپورونه له واقعیت سره اړخ نه‌لګوي او د حقیقت خلاف دي، ځکه عملاً یې خلک ګوري. نو دا واقعیت نه‌لري."

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپله مرکه کې طالبان په دې هم تورن کړي چې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره لېواله نه‌دي.

خو طالبانو تل ویلي، چې اوسنی حکومت یې ټول‌ګډونه دی او د بهرنیو په فرمایش د حکومت جوړېدل نه‌مني.

ریچارډ بنیټ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې کابل ته یې د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له هغه غوښتي و چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د راپور چمتو کولو وړاندې د دې هېواد فرهنګي او مذهبي ارزښتونه په پام کې ونیسي.

خو بنیټ د خپل کار د پیل پر مهال ویلي و، ژمن دی چې د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره به د خپلو ټولو شریکانو په مشوره ښه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG