د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

پوتین د اوکراین د غله جاتو صادرولو په تړاو خبرو لپاره شرط کېښود


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر خپل فرانسوي سیال او د جرمني صدراعظم ته ویلي، چې مسکو چمتو دی د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې د اوکراین د غله جاتو د صادرولو په اړه خبرې وکړي.

کرملین وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولز ته ویلي، چې پر مسکو د بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې د اوکراین د غلو د صادراتو په اړه خبرو ته چمتو دی.

د کرملین په وینا، پوتین پرون شنبه، مې ۲۸ د فرانسې او جرمني مشرانو ته په ټیلیفوني تماس کې وویل، چې روسیه چمتو ده د تور سمندرګي بندرونو له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو په ګډون له خنډونو پرته د غلو د صادرولو لپاره د لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره په خبرو کې ولادیمیر پوتین وویل، دا اقدام له روسیې د لوېدیځ د بندیزونو د لېرې کولو په خبره مشروط دی.

د عکس ښي لور ته د جرمني صدراعظم اولاف شولز او چپ لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د عکس ښي لور ته د جرمني صدراعظم اولاف شولز او چپ لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

پر مسکو وروسته له هغه بندیزونه ولګول شول چې پر اوکراین یې غیر مشروع یرغل پيل کړ.

کرملین د پوتین له قوله ویلي، چې هغه له مکرون او شولز سره په خبرو کې اوکراین ته د وسلو د اکمالاتو زیاتوالی خطرناک بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام کولی شي وضعیت نور هم بې ثباته کړي او بشري ناورین لا پسې زیات کړي.

کرملین ویلي دي، چې د روسیې له خوا د کیمیاوي سرې او کرنیزو محصولاتو د اکمالاتو زیاتول به د خوراکي توکو په نړیوال بازار کې د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي، خو دا کار د بندیزونو لیرې کولو ته اړتیا لري.

اوکراين په نړۍ کې د غنمو، جواریو او د غوړیو له لویو صادرونکو هېوادونو څخه دی.

خو روسي ځواکونو دمګړۍ د اوکراین د تور سمندرګي بندرونه بند کړي او په دې کار سره یې د نړۍ په مخ د خوراکي توکو یوه لویه منبع تړلې.

دغه بندرونه د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د مسکو د پراخ یرغل له پیل راهیسې تړل شوي دي.

نړیوالې ټولنې پر روسیې غږ کړی، چې په تور سمندرګي کې د اوکراین بندرونه پرانېزي او د اوکرایین د غلو صادراتو ته اجازه ورکړي.

پر اوکراین د روسیې غیر موجه یرغل د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی او تر نن ورځې پورې دوام لري.

XS
SM
MD
LG