د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

ملګري ملتونه: په افغانستان کې دې د ترهګریزو بریدونو زیاتېدا په اړه څېړنه وشي


په مزارشریف کې چاودنه؛ د مړو شمیر مخ په ډیریدو دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

څو اوونۍ مخکې په بلخ کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د شوې چاودنې ویډیو چې له امله یې ۲۵ تنه وژل شوي وو.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، په دې هېواد کې دې د مخ پر زیاتېدونکي ترهګریزو بریدونو په اړه بشپړه څېړنه وشي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ په مزار شریف او کابل کې وروستیو چاودونو چې په کې ملکي وګړي په نښه شول اندېښمن کړی.

ښاغلي بنیټ په خپله ټویټرپاڼه په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي تروریستي بریدونو په اړه د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې.

هغه لیکلي، دا او نورو بریدونه بشپړې خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري.

په مزار شریف او کابل کې د پنجشنبې ورځ په چاودنو او بریدونو کې د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه ووژل شول.

په مزار شریف کې د شویو چاودنو مسوولیت داعش ډلې ومانه، هغه ډله چې طالبان وايي، له پښو یې غورځولې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دې بریدونه په شفافه څېړنه ټینګار کوي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه نن ازادي راډیو ته وویل: "دا پېښې موږ هم تر تحقیق او تعقیب لاندې نیولي. غالباً د دې بریدونو تر شاه د داعش په نوم پدیده چې یادېږي، هغه دي؛ ځکه هغوی د شیعه‌ هېوادوالو او یا ځینو صوفیه کرامو پر وړاندې دا ډول خشن برخورد کوي."

طالبانو له دې وړاندې هم د امنیتي پېښو د څېړنې په اړه ویلي، خو پایله یې نه‌ده ډاګیزه شوې.

په مزار شریف او کابل کې پر ملکیانو چاودنې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوتریش هم غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې.

د ښاغلي ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک په یوه بیان کې ویلي: "د جوماتونو په ګډون پر ملکي وګړو او ملکي ځایونو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې په کلکه منع دي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ټولو خواوو غږ کړی، چې د قومي او مذهبي لږکیو په ګډون ملکي وګړي خوندي او تر خوا یې د دوی د مذهب او عمل ازادۍ حق تضمین کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جمعې په ورځ د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار اجیت‌دووال دووال د افغانستان په اړه په څلورم سیمه‌ییز امنیتي ډیالوګ کې د وینا پر مهال په افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او په دې هېواد کې یې د سولې او ثبات لپاره په سیمه کې د ترهګرۍ په ځپلو ټینګار وکړ.

د طالبانو یوه لویه دعوه په افغانستان کې د ټولیز امنیت خوندي کول دي، هغه دعوه چې اوس تر نیوکې لاندې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، داعش ډلې په افغانستان کې خونړۍ حملې کړې.

د کابل له هوايي ډګر نیولې او بیا په مزار شریف کې د اهل‌تشیع پر جومات تر وروستیو چاودنو، هغه پېښې دي چې داعش یې مسوولیت منلی.

د کابل د پرونۍ چاودنې شاهدانو څه لیدلي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00
په مزارشریف کې چاودنه؛ د مړو شمیر مخ په ډیریدو دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

خو په غبرګون کې یې طالبانو ویلي، داعش ډله یې ځپلې او ژر به یې پاتې شوني هم له‌منځه یوسي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون ډېرو بهرنیو هېوادونو ورځ تر بلې په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې د فعالیت په پراخېدو اندېښنه ښودلې.

XS
SM
MD
LG