د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون په بلنه انتظار خادم افغانستان ته ستون شو


انتظار خادم
انتظار خادم

افغانستان ته د تېر جمهوری نظام د امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب او پخلاینې برخې د رییس انتظار خادم تر ستنېدو ورسته، اوس له افغاني شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، د نورو سیاستوالو د ستنولو لپاره هم هڅې روانې دي.

د تېر نظام د ملي امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب او پخلاینې برخې رییس انتظار خادم، له افغاني شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو کمېسیون په بلنه افغانستان ته ستون شوی دی.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې کابل ته خپل تګ تاید کړی دی.

له افغاني شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د اړیکو کمېسیون ویاند احمد الله وثیق له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د یوشمېر نورو افغان سیاستوالو سره هم په اړیکه کې دي چې، بېرته یې افغانستان ته ستانه کړي.

نوموړي ويلي: "د سیاسي شخصیتونو سره د اړیکي کمېسیون چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي، ډېرو کسانو اړیکي نیولې، تېره ورځ د پخواني نظام له سیاسيونو انتظار خادم هم افغانستان ته ستون شو، له دې سره هم مهاله هغه کسانو چې په نظامي او ملکي برخو کې کار کړی په اړیکه کې شوي او د هغوي لپاره هم به ځانګړي مراسم ونیول شي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې پخوانۍ ډیپلوماټې شکریې بارکزی او د سیاسی چارو یو شنونکي عزیز معارج له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وه، چې افغان سیاستوال په خپل هېواد کې لازم خوندیتوب او دغه شان سفر او د تګ راتګ ازادي نه لري، نو ممکن دوی اوس خپل هېواد ته ستانه نه‌شي.

دغه راز سیاسي شنونکی اسحاق اتمر وايي: " هغه کسان چې له افغانستان نه بهر دي هغوی افغانستان ته د بېرته راتک لپاره د یو تضمین په فکر کې دي، خو طالبانو تر اوسه د دې لپاره یو تګلاره هم نه ده جوړه کړې، زه فکر نه کوم چې سیاسون دې د طالبانو د جوړ شوي کمېسیون په بلنه افغانستان ته لاړ شي."

د یو شمېر رسنیو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته په ځو ځلې له افغانستان نه بهرد وتلو اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلی کرزی شاوخوا د مارچ په نهمه له (العالم) ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې بهر ته د د ده په سفرونو د بندیز په تړاو راپورونه تایید کړل او ویې ویل، چې هیله ده دا ستونزې ژر هوارې شي.

ښاغلي کرزي ورستۍ ځل غوښتل د متحدو عربي اماراتو د مخکیني رهبر د فاتحې لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي، خو د راپورونو پر بنسټ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یې غوښتنې ته ځواب نه و ورکړی.

XS
SM
MD
LG