د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

توماس ويسټ له هندي چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ويسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ويسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ويسټ له هندي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، هند د افغانانو د ملاتړ لپاره اساسي بشري مرستې کړي او دې برخه کې نورو کړنو ته هم لیوالتیا لري.

توماس ویسټ دا خبرې له هندي چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کړي دي.

نوموړي پر هندي چارواکو سربېره د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

ښاغلي ویسټ ویلي، له عبدالله سره یې خبرو کې له نړۍ سره د افغانستان پر راتلونکو اړیکو، د سیاسي پروسې پر اړتیا، د بشري حقونو په سرغړونو، ټولنه کې د ښځو پر مهم رول، بشري وضعیت او ترهګریزو ګواښونو خبرې کړي دي.

نوموړي د طالبانو له دې پرېکړې هرکلی کړی چې عبدالله عبدالله ته یې د کورنۍ د لیدو او بېرته هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکړې ده.

توماس ویسټ پر خپله ټویټرپاڼه دغه راز لیکلي چې راتلونکو ورځو کې له نورو افغان مشرانو او نظر خاوندانو سره هم ګوري.

ډاکټر عبدالله د تېر نظام دویم لوړپوړی چارواکی دی چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته یې د کابل له هوایي ډګره د سفر اجازه ترلاسه کړې ده.

په تېر حکومت کې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله
په تېر حکومت کې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله

نوموړی نژدې میاشت وړاندې له کابله ووت او وروسته وویل شول چې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هند ته تللی دی.

تر عبدالله وړاندې د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل الهادي مسلمیار ته هم طالبانو اجازه ورکړې وه چې د څو ورځو لپاره په ظاهره د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

طالبانو بیا شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه ورنه‌کړه چې د اماراتو د مشر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ښاغلي کرزي د سفر ممانعت له پراخو غبرګونونو سره هم مخامخ شو.

پر طالبانو تل نیوکې کېږي چې نظام یې له سیاسي او فکري پلوه ټولشموله نه‌دی او د افغانستان په قضیه کې ښکېل سیاستوال له طالبانو غواړي چې پخوانیو سیاسي څېرو ته حکومت کې ونډه ورکړي.

طالبانو هم هېواد ته د پخوانیو سیاسي څېرو د راستنولو یو کمېسیون جوړ کړی دی، خو معلومه نه ده چې دغو سیاستوالو ته به د حکومت په اډانه کې ځای ورکړل شي او که نه.

XS
SM
MD
LG