د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د سندرو د اورېدو په تور کابل کې د طالبانو له لوري د یو ۱۴ کلن هلک د ټپي کېدو ادعا شوې


د کابل ولایت نقشه
د کابل ولایت نقشه

د کابل د باګرامیو ولسوالۍ یو اوسېدونکی ادعا کوي ، چې د دوی یو څوارلس کلن ماشوم هلال الدین د سیمې طالبانو په دې تور په ډزو ټپي کړی چې په ټیک ټاک کې يې سندرې اورېدلې.

د اتم ټولګي د زده کوونکي هلال الدین د کورنۍ غړي وايي، د تېرې جمعې ورځ د باګرامیو د ولسوالۍ کسان د دوی سیمې ته ورغلل او هلال الدین یې په ټلیفون کې د ټیک ټاک سندرو د اورېدو په جرم ونیوه، او تېره ورځ يې دوی ته په ټپي حالت کې وسپارلو.

ورور یې چې خپل نوم یې وانه خیست ازادي راډیو ته وویل: "دتېرې جمعې په ورځ چې لمونځ وشو، طالبان راغلل ډزې یې کولې ټولو خلکو منډې کړې، زما کوچنی ورور چې څوارلس یا پنځلس کاله عمر لري، له نورو کسانو سره یې یو ځای وړی وو پوستې ته، وروسته ترې په ډز هلته لږېدلی وو، موږ لږ تر لږه پنځه ورځې سرګردانه وګرځېدو، کله ولسوالۍ ته کله امنیه قومندانۍ ته هر ځای مو پسې ولټوه، نن بیا طالبانو له شفاخانې کورنیو چارو وزارت ته وړی وو او وروسته یې کورته راوړو."

دی وایي نه پوهیږي چې ورور یې په قصدي ډول ویشتل شوی او که په سهوه کې.

خو کابل لپاره د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویان خالد ځدراڼ وايي: "هلال الدین درې ورځې وړاندې له دریو نورو ملګرو سره یو ځای، د بګرامیو امنیه قومندانۍ د یو جنایي جرم په تور نیولی وو، چې له څېړنو وروسته تور پرې ثابت نه شو او نن بېرته خپلې کورنۍ ته روغ جوړ او سلامت وسپارل شو."

د هلال الدین د کورنۍ غړو په ځانګړي ډول پلار او ورور یې په دوه بېلابېلو ویډیو ګانو کې مخکې ادعا کړې وه چې هغه د باګرامیو طالبانو ویشتی او د پنځه ورځو په تېرېدو یې د مړي او ژوندي معلومات نشته.

خو اوس یې د کورنۍ خبرې ظاهراً یو څه بدلې ښکاري.

دوی له طالبانو مننه کوي چې هلال الدین یې بېرته و روسپاره، خو کله چې موږ ترې له هلال الدین سره د خبرو غوښتنه وکړه ورور یې راته راته ووویل، چې نوموړی کور کې نشته.

XS
SM
MD
LG