د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د بیزو چیچک څه ډول ناروغي ده؟


دا ناروغۍ ځکه دا ځل حیرانونکې ده چې له افریقا بهر یې هم پېښې موندل شوي دي.
دا ناروغۍ ځکه دا ځل حیرانونکې ده چې له افریقا بهر یې هم پېښې موندل شوي دي.

د اروپا او امریکا روغتیایي چارواکو په دې وروستیو ورځو کې د بیزوچیچک په نوم د یوه نادره ویروس پیښې ثبت کړې.

دا ناروغۍ ځکه دا ځل حیرانونکې ده چې له افریقا بهر یې هم پېښې موندل شوي دي.

د نړۍ په کچه روغتیایي چارواکي د دغه ویروس د نویو پېښو څارنه کوي او یو شمېر هغه کسان هم پرې اخته شوي چې افریقا ته یې سفر نه دی کړی.

د بیزو چیچک څه ډول ناروغي ده؟

د بیزو چیچک یو ډول ویروسي ناروغي ده چې له وحشي شخوند وهونکو او تي لرونکو حیواناتو څخه پیدا او کله نا کله انسانانو ته هم سرایت کوي.

اسوشیتیدپریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا ناروغي تر ډېره د افریقا په لویدیځ کې د انسانو ترمنځ پیدا او هلته په یوې ځایي ناروغۍ اوښتې ده.

د بیزو چیچک د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۸ کال کې هغه مهال وپېژندل شو چې پوهانو په بیزوګانو کې چې تر څارنې لاندې وې، دا تڼاکې ولیدې او له همدې کبله یې ورته د بیزو چیچک یا " monkeypox " نوم ورکړ.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال کې یو نهه کلن ماشوم د کانګو هېواد په یوه لرې پرته سیمه کې پر دې ناروغۍ اخته شو.

د بیزو چیچک نښې څه دي او څه ډول یې درملنه کېږي؟

د بیزو چیچک یا تڼاکې د چیچک ویروسونو له کورنۍ څخه دی خو نښې نښانې یې کمزورې دي.

اکثره ناروغان یې یوازې تبه، د بدن درد، لړزه او ستوماني لري.

د بیزو چیچک یا تڼاکې د چیچک ویروسونو له کورنۍ څخه دی خو نښې نښانې یې کمزورې دي.
د بیزو چیچک یا تڼاکې د چیچک ویروسونو له کورنۍ څخه دی خو نښې نښانې یې کمزورې دي.

په نویو پېښو کې د ناروغانو په لاسونو او مخ تڼاکې راخېژي او د بدن نورو برخو ته هم رسېږي.

ډېری ناروغان یې د دوو او څلورو اونیو موده کې بې له دې چې روغتون کې بستر شي رغېږي.

دا امکان شته چې د بیزو چیچک د هر لسو اخته کسانو له ډلې یو مړ کړي او داسې اټکل کېږي چې ماشومانو کې یې پېښې شدیدې دي.

هغو کسانو ته چې پر دې ناروغۍ اخته کېږي، د چیچک ضد واکسین ورکول کېږي.

د ناروغۍ پر مهال ناروغانو ته د ویروس ضد درملو سپارښتنه هم کېږي.

په اروپا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د پنجشنبې په ورځ سپارښتنه وکړه چې ټول مشکوک کسان باید قرنطین شي او تر خطر لاندې هغوی ته باید واکسین ورکړل شي.

په معمولي ډول د بیزو چیچک څومرې پیښې موجودې دي؟

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي، چې څه باندې لسو افریقایي هېوادونو کې هر کال د دغه چیچک یا تڼاکو زرګونه پېښې ثبتېږي.

د دغه ویروس تر ټولو ډېرې پيښې په کانګو هېواد کې رامنځته کېږي او کلنی شمېر یې شاوخوا شپږ زره دی.

په بل افریقایي هېواد نایجریا کې په سږني ډول د دې ویروس درې زره پېښې رامنځته کېږي.

کارپوهان په دې باور دي چې د پېښو شمېر ممکن ډېر وي، ځکه دوی استدلال کوي چې د کمزوري روغتیایي سیستم له کبله ټولې پېښې نه ثبتېږي.

پر افریقا سربیره یو شمېر نورو هېوادونو لکه امریکا او بریتانیا کې هم کله نا کله دا ډول پيښې کیږي او هغه کسان پرې اخته کېږي چې د ناروغۍ د خپرېدو په ځای کې یې له حیواناتو سره تماس نیولی وي.

په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په شپږو ایالتونو کې ۴۷ داسې پیښې تایید شوې، خو پرې اخته کسانو له کورنیو سپیو دا ویروس اخیستی وو.

هغو سپیو چې دا ناروغۍ یې انسانانو ته لېږدولې وه، څه وخت له هغو تي لرونکو حیواناتو سره تېر کړی و چې له ګانا امریکا ته وړل شوي وو.

دا ځل د بیزو چیچک له پخوانیو هغو سره څه توپیر لري؟

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا لومړی ځل دی چې دا چیچک په هغو کسانو کې لیدل شوی چې افریقا ته یې سفر نه دی کړی.

د اروپا په څو هېوادونو بریتانیا، ایتالیا، پرتګال، اسپانیه او سویډن کې دا پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې د بیزو چیچک څه باندې ۹۰ پیښې ثبت شوي . دغه سازمان ویلي، ۲۸ پېښې مشکوکې دي.

د بریتانیا روغتیایي مسوولانو ویلي، په دغه هېواد کې چې کومې پېښې ثبت شوي، یو له بل سره تړاو نه لري او په خبره یې داسې ښکاري چې د شیوع بېلابيلې لارې یې موجودې دي.

په پرتګال کې د جنسي روغتیا په یوه مرکز کې د چیچک دا پېښه ثبت شوې ده.

د امریکا دننه هغه کس د بیزو په چیچک اخته شوی چې وروستیو کې یې کاناډا ته سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG