د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د اړیکو او ستنولو کمېسیون جوړېدل؛ ځینې افغانان د طالبانو پر ژمنو شک ښيي


بهر مېشتو افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو او ستنولو کمېسیون
بهر مېشتو افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو او ستنولو کمېسیون

په بهر کې ځینې مېشت افغانان د طالبانو پر هغو ژمنو شک لري، چې وايي افغان شخصیتونه به افغانستان ته تر ستنېدو وروسته خوندي وي.

که څه هم د طالبانو اداره ډاډ ورکوي، چې له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته یې د ستنولو کمیسیون به هغو افغانانو ته چې بېرته هېواد ته ستنېږي هر ډول خوندیتوب برابر کړي، خو ځینې افغانان د طالبانو پر دې ډاډ شک څرګندوي.

عزیز احمدزی وايي: "هغه پوه کسان چې په افغانستان کې دننه دي، یا له بهره ورغلي او لوړې زده کړې یې کړي، که هغوی ته وظیفه ورکړل شي، دا به یو اعتمادسازي شي. په بهر کې مېشت افغانان که داسې څه وګوري، دوی هم تشویقېږي. که هغوی ته د کار زمینه برابره نه شي دا افغانان به فکر نه کوم د طالبانو حکومت پر دغه اعلان اعتماد وکړي او افغانستان ته بېرته تګ ته زړه ښه کړي."

له افغان شخصیتونو سره د تماس او افغانستان ته یې د ستنولو کمېسیون پرون په څو مادو کې خپله لایحه هم اعلان کړه.

په دې لایحه کې هغو افغانانو ته چې افغانستان ته ستنېږي ډاډ ورکړل شوی، چې مشروع غوښتنې به یې پرځای شي او خوندي به وي.

طالبانو دغه ژمنې داسې مهال کوي، هغه سیاسي شخصیتونه چې په افغانستان کې دننه دي، د طالبانو له ډول- ډول فشارونو سره مخامخ دي.

ځینې شنونکي د بېلګې په توګه پخوانی ولسمشر حامد کرزی یادوي، چې تېره اوونۍ یې متحده عرب اماراتو ته د سفر مخه ونیول شوه.

حامد کزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي برقع او د ټول مخ پټول له اسلامي حجاب او افغاني کلتور سره هېڅ ارتباط نه لري، خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پرون په ستغه لهجه په یوه اعلامیه کې د ښاغلي کرزي دا څرګندونې د تبصرې وړ نه دي بللي.

د افغانستان له بېلابېلو برخو د ځینو فعالانو، خبریالانو او نورو شخصیتونو د نیول کېدو، ځورول کېدو او حتی وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ځوان لیکوال عماد الدین دوران د کورنۍ غړو پرون وویل چې د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم نوموړی چې له طالبانو سره بندي دی نه دی ازادی شوی.

همدارنګه یو بل افغان مدني فعال عظیم عظیمي چې کابل ته یې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د سفر په اعتراض د لاریون د پلانولو په تور نیول شوی لا هم د طالبانو په بند کې دی او په اړه یې هېڅ ډول معلومات نه شته.

XS
SM
MD
LG