د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د طالبانو حکومت د برښنا له درکه تر سل میلیون ډالره زیات پوروړی دی


کابل ته د وارداتي برېښنا ستنه
کابل ته د وارداتي برېښنا ستنه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د ګاونډیو هېوادونو د برښنا له درکه تر سل میلیون ډالره زیات پوروړی دی.

حاضردمه د افغانستان په سلو کې ۷۳ برښنا وارداتي ده او تر ټولو ډېره له ازبکستان څخه واردوي.

د افغانستان په ۷۳ سلنه وارداتي برېښنا کې ۵۷ سلنه له ازبکستان، ۲۲ سلنه له ایران، ۱۷ سلنه له ترکمنستان او ۴ سلنه له تاجکستان څخه واردېږي.

افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت ویندوی اختر محمد نصرت د منخنۍ اسیا هېوادونو ته د پوره د نه ورکولو دلیل د پیسو نشتوالی نه بولي بلکې بانکي ستونزه د دې سبب بولي چې پر افغانستان د دغو هېوادونو سل ملیون ډالره پور پاتې شي.

دی وايي، د طالبانو حکومت غواړي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پور ورکړي خو خنډ د پیسو په انتقال کې دی.

افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د کال ۳۰۰ ملیون ډالره د برښنا د واردولو لپاره ورکوي.

ارشیف: په افغانستان کې د برښنا د لګښتونو بلونه
ارشیف: په افغانستان کې د برښنا د لګښتونو بلونه

په دې پیسو کې لویه برخه یعنې ۱۰۸ ملیون ډالره ازبکستان ته ورکوي.

خو سره له دې چې افغانستان سلګونه میلیون ډالره ګاونډیو هېوادونو ته د برښنا د واردولو لپاره ورکوي، هر څه موده وروسته وارداتي برښنا د ورانکارو پېښو له کبله پرچاو کېږي.

په تېرو کلونو کې د افغانستان پخواني حکومت طالبان او ځینې ورنکاري د برښنا د ستنو په ویجاړولو تورنول.

XS
SM
MD
LG