د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ډبلیو اف پي: له ۱۸ میلیونه ډېر افغانان به سختې لوږې سره مخ شي


آرشیف - افغانستان کې اړمنو کورنیو سره د مرستې انځور
آرشیف - افغانستان کې اړمنو کورنیو سره د مرستې انځور

د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي وايي، سږ ۲۰۲۲ کال یې تر دمه په افغانستان کې له ۱۷ میلیونو ډېرو خلکو ته خوراکي او نورې مرستې برابرې کړي.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، تېر پنځه نیمې میاشتې یې په افغانستان کې له څه باندې اولس نیم ميليونه خلکو سره مرسته کړې ده.

پرون د مې ۱۵مه د ډبلیو اف پي په یوه ټویټ کې راغلي، په افغانستان کې پر میلیونونو خلکو د خوراکي توکو مرستې او د اړتیا وړ لومړني توکي وېشل شوي دي.

تر دې مخکې د خوړو د نړیوال پروګرام د اسیا مرستیالې انتهیا ویب ویلي وو، چې په افغانستان کې بشري وضعیت او د خوراکي توکو کمښت "ډېر د اندېښنې وړ" دی.

ویب وویل: "اټکل کېږي چې د روان کال تر نومبر پورې به په افغانستان کې اتلس اعشاریه نهه میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ شي. د سخاوتمندانو له خوا د خوراکي توکو او معیشت مرستې د اړمنو کسانو د ژغورنې یوه لار ده."

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته نړيوالې مرستې په جدي توګه کمې شوې او د نړيوال بانک له خوا د افغانستان د بيارغونې صندوق محدود شو.

د راپورونو له مخې بېکاري او د عوایدو کمښت د افغانانو لپاره ستونزې زیاتې کړي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او خلکو د لاسنیوي لپاره سږ کال د پنځه میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، سږ کال یې له پنځو میلیونو افغانانو سره، په ځانګړې توګه له زیانمنو ښځو سره چې د کورنیو مشري کوي، مرسته کړې ده.

د يادې ادارې له خوا په يوه ټويټ کې راغلي، چې سږ کال يې له دغو کورنيو سره د خوراکي توکو او نورو لومړنيو اړتياوو مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دوامداره بحران، بې ځایه کېدل، وچکالۍ او اقتصادي بحران په میلیونونو افغانان سخت اغیزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG