د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

نيويارک پوسټ: د افغان ښځو پر غمجن برخليک دې فکر وشي


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

په نړیوالو مطبوعاتو کې لا هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو د بندیزونو د زیاتېدو په اړه لیکنې خپرېږي.

نيويارک پوسټ:

نیویارک پوسټ لیکلي، په داسې حال کې چې په امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د ښځو د حقونو په تړاو په دې بحثونه کېږي چې ایا هغوی د ماشوم د ضایع کولو یا سقط حق ولري او که نه، په افغانستان کې ښځې نه یوازې له زده کړو او کاره بې برخې کړای شوي بلکې اوس دا اجازه هم ورڅخه اخیستل شوې چې لوڅ مخ له کوره ووځي.

د خپرونې اشاره د طالبانو د حکومت وروستي فرمان ته ده چې پر اساس یې ښځې باید سر تر پایه ځانونه پټ کړي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د ښځو د محدودولو لپاره یو په بل پسې فرمانونه صادروي، له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل، په ادارو کې د ښځو د کار بندیز، او اوس د ښځو هغسي حجاب چې طالبان یې په خپل باور اسلامي حجاب بولي.

نیویارک پوسټ دا ډول حجاب د هغو اقداماتو برخه بللې چې افغانستان منځنیو پېړیو ته بیايي او د ښځو په اړه د طالبانو اقداماتو ته په اشارې یې لیکلي چې دوی تر ډېره ښځې د نارینه وو د ملکيت یا شتمنۍ په سترګه ګوري.

نیویارک پوسټ په عین حال کې دا د امریکا د ولسمشر جو بایډن د تېر کال د پرېکړې طبعي نتیجه بللې چې افغانستان ته یې شا واړوله.

خپرونه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړې ته په اشارې لیکي، بایډن افغان متحدان د طالبانو رحم و کرم ته پرېښودل او په یوه حیرانوونکې پرېکړه کې یې ګڼ شمېر امریکايي الوتکې، وسلې او مهمات دښمنانو ته ډالۍ کړل.

ورځپاڼه وايي چې بایډن هغو میلیونونو افغان ښځو ته هم شا واړوله چې په تېرو شلو کلونو کې یې د ازادۍ خوند لیدلی و.

نیویارک پوسټ زیاتوي، په داسې حال کې چې د امریکا په ستره محکمه کې د سقط په موضوع بحثونه کېږي، پکار ده چې د افغان ښځو پر غمجن برخلیک هم فکر وشي.

ايرو ايشيا ريفيو:

ایرو ايشیا ریفیو خپرونې بیا د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي او د افغانستان او هند له استخباراتو سره د دې ډلې د اړیکو د ادعا په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵ مخکې د پاکستان پوځ پر له پسې ادعاوې کولې چې د افغانستان د ملي امنیت اداره او د هند استخبارت یا (را) د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي خو د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته نه یوازې د پاکستاني پوځیانو پر ضد د ټي ټي پي بریدونه کم نه شول بلکې تر پخوا زیات شول.

د ایروایشیا ریفیو له لیکنې سره سم، پاکستاني طالبانو په خپله منلې چې په ۲۰۲۱ م کال کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ۲۸۲ حملې کړي چې په لړ کې یې ۵۰۹ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

خپرونه لیکي، که څه هم د پاکستان پوځ وايي چې له خپلو وسله والو مخالفانو سره، که هغه بلوچ بیلتون غوښتونکي دي، یا پاکستاني طالبان، په جګړه کې برلاسی دی خو پوځ اوس له دې ډلې سره خبرو ته غاړه ایښې ده.

XS
SM
MD
LG