د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

غزني کې یو ځوان په خپل شخصي مالي لګښت معیاري لوبغالی جوړ کړی


غزني کې د عطالله میاخېل له لوري د جوړ شوي سپورټي لوبغالي انځور
غزني کې د عطالله میاخېل له لوري د جوړ شوي سپورټي لوبغالي انځور

په غزني کې یو ځوان په خپل مالي لګښت د ځوانانو د بوختیا په موخه د فوټبال یو معیاري لوبغالی جوړ کړی.

د غزني ولایت له مرکز څخه په پنځوس کیلومټرۍ واټن د قره باغ ولسوالۍ په کرو سای سیمه کې په یو ښکلي او زرغونه لوبغالي کې د فوټبال سیالي وشوه.

د فوټبال دغه ښایسته او زرغون لوبغالی د دې سیمې یوه ځوان عطاالله میاخېل په خپل شخصي لګښت جوړ کړی.

عطاالله میاخېل شاوخوا دېرش کلن ځوان دی.

نوموړی وایي، په دغه لوبغالي یې له خپله جېبه پنځلس لکه افغانۍ لګولي څو د سیمې ځوانان ورڅخه سالمه ګټه پورته کړي.

دی وايي، هېڅ شخصي ګټه یې په نظر کې نه ده نیولې او د دغه لوبغالي له جوړېدو څخه یې موخه د ځوانانو په یو ځای سره راټولول دي.

میاخېل وايي، که کله له دغه لوبغالي څخه د لوبو په برخه کې ګټه نه اخیستل کېده نو دوی به دغه لوبغالی خلکو ته د ټولنیزو، روغتیايي او تعلیمي ګټو لپاره وقف کړي.

نوموړی زیاتوي: «د دغه میدان مځکه مو په خپل شخصي لګښت اخیستې او بېرته مو د دغه فوټبال لپاره وقف کړې ده، هېڅ کومه شخصي ګټه مو په نظر کې نه ده نیولې، یواځې د ځوانانو د راټولېدا او اتفاق لپاره مو دغه میدان جوړ کړی څو هغوی ورباندې خپل ساعتیري وکړي، که یو وخت په دغه ځای کې فوټبال له منځه ځي بیا به هم دغه مځکه د داسې شي لپاره وقف کوو چې خلک ورڅخه ګټه پورته کړي، لکه ښوونځی، کلینیک او داسې بل شی.»

عطالله میاخېل دغه راز وویل، د دغه لوبغالي د پرانیستې په ورځ په لوبغالي کې د غزني ولایت د دریو ولسوالیو د څلورو ټیمونو ترمنځ لوبه وشوه.

Afghanistan - A sport ground made by Attaullah Miakhail in ghazni. 09.05.2022 غزني کې عطالله میاخیل له لوري د سپورټ لوبغالی جوړ شو
Afghanistan - A sport ground made by Attaullah Miakhail in ghazni. 09.05.2022 غزني کې عطالله میاخیل له لوري د سپورټ لوبغالی جوړ شو

په دغه ټیمونو کې یو د مقر، یو د اندړو او دوه د قره باغ ټیمونه وو، چې د قره باغ او مقر د ټیمونو ترمنځ لوبه برابره پای ته ورسېده.

د غزني ولایت ډېری اوسېدونکي د عطاالله میاخېل دغه کړنه ستايي او وايي، د هېواد هر ځوان باید له خپل وس سره سم نورو ځوانانو ته دا ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

اقبال فیضي د قره باغ ولسوالۍ د لایق کلي اوسېدونکی دی.

فیضي وايي: «دغه ډول ځوانان ستایو، چې دوی د قره باغ ولس لپاره خدمتونه کوي او د قره باغ د ځوانانو لپاره یې یو تفریحي ځای جوړ کړی دی، چې هلته هم د ځوانانو له پاره یو تفریحي ځای او هم یو معیاري میدان جوړ شوی دی، ټولې لوبې اوس په همدې میدان کې ترسره کېږي، ډېر لیدونکي دلته راځي لوبې تماشه کوي.»

کرو سای د کابل ـ کندهار پر لویه لاره پروت بازارګوټی دی چې کلونه کلونه په کې سختې جګړې تېرې شوې دي، خو اوس په کې لوبې کېږي.

XS
SM
MD
LG