د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د غزني د بایسکل ځغلونې لوبډله د سولې له پیغام سره کابل ته ورسېده


ارشیف، یو شمېر بایسکل ځغلوونکي
ارشیف، یو شمېر بایسکل ځغلوونکي

د غزني د بایسکل ځغلونې لوبډله نن د پنجشنبې په ورځ د سولې له پیغام سره کابل ته راورسېده.

د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو لوبغاړو د بدني روزنې عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې له‌خوا د ښه راغلاست غونډه نیول شوې وه.

په‌دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د بدني روزنې عمومي ریاست رئیس ډاکتر حفیظ‌الله ولي رحیمي د سولې په برخه کې د ورزش رول د پام وړ یاد کړ او د دغو لوبغاړو احساس‌یې د قدر وړ وګاڼه.

ټاکل شوې چې د بایسکل ځغلونې دغه لوبډله له کابل وروسته د هېواد شمالي ولایتونو ته ولاړه شي.

XS
SM
MD
LG