د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

خوست کې د تلاسیمیا ناروغانو ته د زياتې پاملرنې غوښتنه وشوه


 خوست کې د تلاسیمیا ناروغان
خوست کې د تلاسیمیا ناروغان

په خوست کې هغه کسان چې د تلاسیمیا په ناروغۍ اخته ماشومان او ناروغان لري، له حکومتي ادارو او د روغتیا د برخې له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د دوی د ناروغانو په درملنه کې دې مرسته وکړي.

ناروغ لرونکو خپلې غوښتنې د يکشنبې په ورځ د تلاسیمیا د نړیوالې ورځې د نمانځنې په پار د جوړې شوې غونډې په څنډه کې مشال راډيو ته وکړې.

په خوست کې په دې اړه غونډه د نور د تلاسیمیا خیریه بنسټ لخوا رابلل شوې وه.

د یاد بنسټ مشر ډاکټر محمدنور ځدراڼ وویل، د دې ورځې د نمانځنې موخه داده چې له یوې خوا دې ناروغانو ته د خلکو پام ورواوړي او بل لوري ته دوی ډاډه شي، چې د ټولنې روغ کسان دوی سره هر ډول مرستو ته تیار دي.

نوموړي زیاته کړه: "د مې ۸مه د تلاسیمیا نړیواله ورځ د خوست په نور کلینیک کې موږ ونمانځله، موږ سره د زرو په شاوخوا کې د وینې مریضان راجسټر دي، چې زیات تداد يې د تلاسیمیا دي، د ۲۰۱۳ کال نه تر دې دمه موږ ۵۴ زره د ویني ناروغان تداوي کړي دي، د دې نمانځنې موخه داده چې موږ دې ناروغانو ته وایو چې تاسو یوازې نه یئ، موږ به د خپل وجود یو څاڅکی وینه هم شریکوو."

تلاسیمیا د وینې د بیماریو له ډلې یوه ارثي جینیتکي مهلکه(وژونکي)ناروغي ده، چې د مور او پلار څخه اولاد ته نسل په نسل لېږدول دول کېږي، د وینې په حجرو کې د هیموګلوبین د جوړولو صلاحیت کمېږي او یا بالکل نه جوړېږي.

خوست کې د تلاسیمیا ناروغ
خوست کې د تلاسیمیا ناروغ

د شمل د مت خېلو اوسېدونکی محمدنبي چې درې اولادونه يې د تلاسیمیا ناروغۍ لري، وايي نږدې اتلس کاله کېږي، چې خپلو اولادونو ته وینه ورکوي.

دی وايي، که چېرې دې روغتون کې وینه او نور طبي وسایل وي، وړیا يې راکوي خو که نه وي هره میاشت ورباندې لس نیم زره افغانۍ لګښت راځي.

د محمدنبي په وینا، چې د دې ستونزې دلاسه يې ټول جایداد خرڅ کړی او څه نه دي ورپاتې.

نوموړي له حکومتي ادارو او مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې د نور د وینې او تلاسیمیا خیره موسسې سره مرسته وکړي، تر څو د دوی مشکل حل شي.

د خوست میخانیکي انسټیټیوټ یو تن استاد میرویس دوه اولادونه هم د وینې د کمېدو ناروغي لري.

دی وايي، په ولایتي روغتون کې هم باید دا ډول ناروغانو لپاره چې اوس يې شمېر ډېر دی یو سرویس موجود وي.

تلاسیمیا څه ډول ناروغي ده؟

د خوست د ډاکټرانو د اتحادیې مرستیال ډاکټر سیدعمر محمدي وايي: " تلاسیمیا په اصل کې د وینې کېنسر دی، وینه په وجود کې مهم وظایف سرته رسوي، ټول وجود ته اکسیجن رسوي، که وینه کمه وي، اکسیجن کمېږي او ټول وجود ته غذايي مواد د وینې په واسطه رسېږي، که په وخت تداوي نه شي، د هډوکو سوء تشکل رامنځته کېږي، زړه غټېږي، د وخت په تېرېدو سره پښتورګي له کاره لوېږي، ینې غټوالی رامنځته کېږي، د توري غټوالی رامنځته کېږي، د ټول وجود مهم اعضاء د تخریب سره مخامخېږي."

بل لوري ته خوست والي مولوي محمد نبي عمري چې د تلاسیمیا د نړیوالې ورځې په نمانځنه کې يې خبرې کولې، د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دې ناروغۍ د ناروغانو سره د طبي مرستو لپاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي.

د خوست والي په وینا، چې اړوند وزارت او د خوست په کچه د عامې روغتیا له ریاست او مرستندویه موسسو سره به په دې اړه اړیکې ونیسي.

XS
SM
MD
LG