د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

يو شمېر خلک وايي غزني کې بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي خو طالبان يې ردوي


ارشيف
ارشيف

د غزني اوسېدونکي وايي، دغلته پخوانۍ پي آر ټي سيمه کې د ناټو پر پخواني مرکز بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي دي، خو طالبان يې ردوي.

د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، د جمعې په ورځ مازدیګر غزني ښار ته څېرمه بې پيلوټه الوتکو برېدونه کړي.

دوی وايي، د بريدونو پر مهال د ناټو پخوانی مرکز يا د «پي آر ټي» سيمه په نښه شوې او بمبار شوې ده.

دغه «پې ار ټي» په غزني ښار کې د کابل -کندهار پر لویه لاره په شاو خوا څلور کیلو مترۍ واټن کې پرته ده.

غزني کې د هوايي بريدونو ادعا د طالبانو د حکومت سيمه ييز وياندويان ردوي او وايي، دغلته کوم هوايي بريد نه دی ترسره شوی.

د غزني ولایت د والي ویاند حافظ عمر ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د طالبانو ځواکونو د تمریناتو او وسلو ازمایلو پر مهال د درنو وسلو ډزې کړې دي.

نوموړی زیاتوي: "تېره ورځ ماسپښین څلور بجې د غزني مرکز اړوند پي ار ټي سیمه کې د لومړي کنډک امنیتي مسوبینو د درنو وسلو ډزې کړې چې موخه یې د دغه وسلو چیک کول او معلومول وو، په غزني کې میشت هېوادوال هم لږ په اندېښنه کې دي چې ګواکې دغه ډزې ډرون تیارو کړې دي، دا خبره موږ په کلکه ردوو."

په غزني کې د امنیه قومندانۍ ویاند سید اسحاق صالح هم ورته خبره کوي.

نوموړی وايي، کوم خلک چې اندېښنه لري دا بریدونه بې پيلوټه الوتکو کړي، دا هسې اوازې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني د ډېری سیمو اوسېدونکي وايي، د طالبانو له راتګ وروسته هم ډېری وخت ليدل کېږي چې دغه بې پیلوټه الوتکې په هوا کې ګرځي، خو دا لومړی ځل دی چې د بریدونو خبره راپورته کېږي.

XS
SM
MD
LG