د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

يو شمېر نجونې: زموږ اختر د ښوونځيو بيا پرانيستل دي


نجونې وايي، ه دوی به اختر او د خوشحالۍ ورځ هغه مهال وي، چې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورته وشي.
نجونې وايي، ه دوی به اختر او د خوشحالۍ ورځ هغه مهال وي، چې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورته وشي.

په افغانستان کې له شپږم تولګیو پورته په کور ناستې یو شمېر نجونې زده کوونکې وایي، سږنی اختر د تېرو اخترونو په پرتله ورته بې خونده وه.

دوی وایي، په دوی به اختر او د خوشحالۍ ورځ هغه مهال وي، چې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورته وشي.

شپاړلس کلنه مروه د کندهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده.

دا وایي د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د خپل راتلونکي لپاره اندېښمنه ده، نو ځکه یې دا اختر د پخوا په شان په ډېرې خوښۍ ونه شو لمانځلی.

نوموړې وايي: "اختر یو داسې جشن دی چې ټول مسلمانان له زړه په کې خوشحاله وي، خو زموږ دا خوشحالي نیمګړې پاتې ده، موږ سره زموږ د برخلیک فکر دی، طالبانو زموږ ښوونځي بند کړي او یو ملت یې له زده کړو او پرمختګ څخه راګرځولی."

د کابل ښار اوسېدونکې او د یوولسم ټولګي زده کوونکې خدیجه هم ورته خبره کوي.

هغه وايي: "زموږ اختر به هغه وي چې ښوونځي مو بېرته پیل شي، او خپل درس ته دوام ورکړو، زه له طالبانو او چارواکو دا هیله لرم چې زموږ ښوونځي دې بېرته پرانیزي."

وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي، چې دوی له ۶ ټولګیو پورته هم د نجونو زده کوونکو د زده کړو له دوام سره ستونزه نه لري، خو په دې اړه د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان بیا ازادي راډیو ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر اختر مخکې هم په دې اړه بحثونه روان وه.

نوموړي ويلي: "د نجونو د ښوونځیو موضوع خو تر اختره په جریان کې وه چې مشورې پرې روانې وې خو اوس چې د اختر رخصتیانې دي، دا څلور پنځه ورځې به پرې کوم مجلس نه وي شوی، د دقیقې نېټې په اړه یې څه نه شو ویلی خو په دې اړه لا هم مشورې روانې دي."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو ورسته له نېږدې نهه میاشتو راهیسې، له بلخ ولایت پرته په ټول افغانستان کې د دوی درسونه ځنډول شوي او طالبانو ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

ارشيف
ارشيف

د طالبانو حکومت مخکې ویلي وه، چې په سړو سیمو کې د ښوونیز کال په پیل سره، یعنې د حمل میاشتې په دریمه نېټه به د هلکانو او نجونو، ټولو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، خو په همدغه ورځ یې خپل دا پرېکړه بېرته واخیسته او اعلان یې وکړ، چې د زده کوونکو او ښځینه استادانو د لباس د طرحې لپاره به د مشرتابه تر بل حکم پورې به له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو ښوونځي ځنډېدلي وي.

د طالبانو دې اعلان په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه، اندېښنې، نیوکې او ان اعتراضونه راوپارولي دي.

ان تر دې، چې په دې ورستیو کې د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیري امریکا غږ سره په یوه مرکه ویلي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندوالي په اړه باید له طالبانو سره جدي حساب وشي.

XS
SM
MD
LG