د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

په خوب د ويده ماشومانو وژنه او د مرستدويه سازمانونو چوپتيا


نړۍ چاپ ورځپاڼې
نړۍ چاپ ورځپاڼې

ګارډين ورځپاڼه:

ګارډین ورځپاڼه لیکي، مرستندویه سازمانونه باید خپل غږ اوچت کړي چې کله په خوب ویده ماشومان په هوایي بریدونو کې وژل کېږي.

لیکوال لیکي، کله یې چې د خبریال په توګه په افغانستان کې د خونړي تاوتریخوالي په اړه راپورونه برابرول نو به یې اکثره وختونه کره معلومات د پېښې په سیمه کې د بشري چارو له کارکونکو ترلاسه کول خو ډېر ځلې یې نه دي لیدلي چې د دوی پیاوړیو سازمانونو دې د هغو زیانونو مسله راپورته کړې وي چې د جګړې ښکېلو خواوو پېښ کړي دي.

لیکوال وایي، دې مسلې دی دې ته وهڅاوه چې د ټولې بشرپالې نړۍ فعالیت ترپوښتنې لاندې راوړي چې ایا پکې یوازې خاموشه ژغورنکې او مرستندویه ادارې راټولې شوې چې نه لېوالتیا لري او نه هم غواړي د ډېرو ناوړه جرمونو عاملان مسول وپیژني؟

ګارډین وړاندې په خونړیو بریدونو کې د ماشومانو وژل کېدو ته په اشاره لیکي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ډېر هغه ماشومان چې په خوب ویده و، ووژل شول.

ګارډین د افغانستان لپاره د ماشومانو د ساتنې د ادارې یونسیف د استازي خبره را اخیستې چې ویلي یې دي د اپریل په شپاړسمه سهار وختي په دغو بریدونو کې شل په خوب ویده ماشومان ووژل شول خوپه ښکاره یې د عامل نوم په ډاګه نه کړ.
د ورځپاڼې په لیکنه دا هغه پېښه وه چې دې سازمان کولای شوای عامل یې وغندي.

طالب چارواکو په ښکاره ویلي چې دغه هوایي بریدونه پاکستان ترسره کړي او د هغه هېواد حکومت هم هغه د تروریزم ضد عملیاتو یو مورد بللی خو ولې ملګرو ملتونو ونه غوښتل چې د دغو شلو ماشومانو په استازیتوب خپله خبره وکړي.

ډيپلوماټ خپرونه:

ډیپلومات خپرونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کابل په بېلا بېلو سیمو کې د ګذر وکیلانو د غوره کولو لپاره انتخاباتو ته پام اړولی او لیکي، د کابل د مختلفو سیمو اوسیدونکو په روان پسرلي کې په جوماتونو کې د خپلو سیمو استازي یا د ګذر وکیلان د رایې پاڼو په کارولو یا د خپلو لاسونو په اوچتولو سره غوره کړي دي.

لیکوال لیکي، دا ښایي په نورو هېوادونو کې عادي وی خو په افغانستان کې له دې کبله مهم دي چې د طالبانو نوې واکمنۍ په تېر کې انتخابات د اسلام ضد یوه پدیده بللې ده.

د ډیپلومات په لیکنه په کابل کې د ګذر وکیلانو لپاره ټاکنې دا په ډاګه کوي چې طالبان ځنیو مسایلو ته له عملي اړخه ګوري خو دغه تجربه به ښایي محدوده وي.

ډیپلومات خپرونه لیکي، دا ډول انتخابات د مارچ په اتمه د کابل د قلعه میرشکار په سیمه کې چې اکثریت اوسیدونکي یې اقلیت هزاره ګان دي، ترسره شول.

یوه ځوان چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ډیپلوماټ خپرونې ته ویلي چې دغه انتخابات د سیمې د اوسیدونکي په غوښتنه ترسره شول.

یوه بل مشر دې خپرونې ته ویلي چې انتخابات په شفافه توګه په جومات کې ترسره شول او دوی د خپلې سیمې د ګذر وکیل ته د لاسونو په پورته کولو سره د تایید رایه ورکړه.

نور آقا سخي یار چې د دې سیمې استازی یا د ګذر وکیل ټاکل شوی، ویلي چې طالبانو د رایو لپاره صندوق ور وړی و خو داچې بل چا ځان نه وو کاندید کړی، خلکو د ده په پلوي لاسونه پورته کړل.

د کابل ښاروالۍ د نشراتو ریس نعمت الله بارکزي هم ډیپلومات خپرونې ته په کابل کې د طالبانو د نوې ادارې له خوا د ګذر وکیلانو لپاره د انتخاباتو مسله تایید کړې او ویلي یې دي چې دغه انتخابات د مخکیني طرزالعمل له مخې چې پکې لږ تغیر را وستل شوی، تر سره شوي دي.

هغه ویلي، په دغه طرزالعمل کې نوي شرطونه دا اېښودل شوي چې یو څوک چې ځان د خپلې سیمې استازولي یا د ګذر وکالت ته کاندیدوي، باید ښه مسلمان وي او د پخواني حکومت د استخباراتو په اداره کې د کار سابقه ونه لري.

د هغه په خبره غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې د خلکو استازي، مناسب او صادق کسان وي.

XS
SM
MD
LG