د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

په مجازۍ نړۍ کې نوی نوم؛ ميټاورس څه شی دی؟


ارشيف
ارشيف

د یوې مجازی نړۍ تصور وکړئ چې خلک پکې ژوند کوي، کار کوي، سودا ته ځي، ګرځي راګرځي او له نورو خلکو سره راکړه ورکړه او اړیکې لري - دا هر څه په فزیکي نړۍ کې له خپله کوره په یوه مجازي نړۍ کې امکان لري. دا مجازي نړۍ ميټاورس بلل کیږي.

میټاورس وروسته له هغه مشهور شو چې د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر میاشت کې فېسبوک شرکت خپل رسمي نوم میټا ته بدل کړ.

د میټاورس مفکوره نوې نه ده. دا لفظ لومړی ځل په ۱۹۹۲م کال کې په سنو کریش ناول کې کارول شوی وو. ګڼو شرکتونو وروسته د دې مفکورې پر اساس انلاین مجازي نړۍ یا هم ټولنې رامنځته کړې. په دغو انلاین ټولنو کې د پام وړ (دوهم ژوند) انلاین ټولنه ده چې په ۲۰۰۳م کال کې معرفي شوه.

په میټاورس کې هر څوک د ځان لپاره یو کمپیوټري کرکټر انتخابوي، له نورو خلکو سره چې هغوی هم د کمپیوټري کرکټرونو په توګه راڅرګندیږي، خبرې کولای شي او انلاین په مجازي توګه یوه ټولنه رامنځته کولای شي.

په میټاورس کې د سودا لکه کالي یا هم نورو شیانو لپاره ډجیټال پیسې کاریږي. که څوک غواړي ګیم وکړي، د ګیم مجازي ټوپک هم رانیولای شي. کاروونکي کولای شي په مجازي توګه انلاین په میټاورس کې له یوه ځایه بل ته سفر وکړي.

د میټاورس کارولو لپاره یوه اله پکار ده چې د خولۍ غوندې په سر اغوستل کیږي او عینکې یې پر سترګو برابریږي او دوه لاسي کنترولره لري.

پوښتنه دا ده چې میټاورس له انترنیت سره څه توپیر لري؟

انترنیت د ملیاردونو کمپیوټرونو، سرورونو او نورو الکترونیکي الو یوه شبکه ده. د انترنیت کاروونکي انلاین له یو بل سره تماس نیولای شي، ویب پاڼې کتلای شي او انلاین پېر او پلور کولای شي.

میټاورس پر انترنیت جوړیږي. په میټاورس کې کاروونکي په یوه مجازي نړۍ ننوځي، هلته د کمپیوټري کرکټر په بڼه بیلابیل ځایونه او شیان تجربه کولای شي.

حکومتونه هم ښايي په ميټاورس کې خپل فعالیتونه پیل کړي. د بېلګې په توګه بارباډوس پلان لري چې په میټاورس کې خپل سفارت پرانیزي.

میټاورس پراپرټیز د نړۍ لومړی داسي شرکت دی چې په مجازي نړۍ کې د مځکو او جایداد د پېر او پلور خدمات وړاندي کوي.

دغه شرکت په بېلابېلو میټاورس مجازي نړیو کې د ودانیو په کرایه کولو کې هم مرسته کوي. په دغو ودانیو کې تجارتي سیمې، د نندارتون لپاره ځایونه، کورونه او د ساعت تیري ځایونه شامل دي.

متخصصین وايي، که څه هم د میټاورس انلان نړۍ مفکوره څو کاله کېږي چې د فعالېدو په حال کې ده، د یوه داسي میټاورس چې پکې خلک په بشپړه توګه د اصلي ژوند غوندي فعالیت ولري، کلونو لېرې ښکاري. د مایکروسافټ بنسټ ايښودونکي بیل ګېټس په خپله کلنۍ مقاله کې لیکلي چې اګثریت خلک وي ار عینکې نه لري چې د میټاورس کارولو لپاره لازمي دي. خو د سوداګرۍ لپاره ګېټس په دې باور دی چې ډېری انلاین غونډې ښايي له دوه بعدي څخه درې بعدي ته واوړي او ګډون کوونکي به د کمپیوټري کرکټرونو په توګه پکې څرګندیږي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG