د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

يو شمېر خلک: موټرو کې د تګ راتګ کرايې لوړې شوي


خلک وايي، د پټرولو او ډيزلو بيې ټيټې شوي خو چلوونکي اوس هم لوړه کرايه اخلي
خلک وايي، د پټرولو او ډيزلو بيې ټيټې شوي خو چلوونکي اوس هم لوړه کرايه اخلي

د پکتیا اوسېدونکي د موټرو د کرایو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، سره له دې چې د هېواد په کچه د پطرولو او ډیزلو بیې ښکته شوې، خو د موټرو په کرایو کې کوم څرګند کموالی نه دی راغلی.

دوی وايي، د ډالرو او توکو د نرخونو په پورته کېدو سره د هر شي، بیې لوړیږي، خو که بیا د همدې توکو بیې کمې شي، دوکانداران، کاروباریان او ډریوران بېرته بیې نه ټیټوي.

د ګردیز ښار اوسیدونکی حقمل مشال راډيو ته وویل، ټولو خلکو ته مالومه ده چې د پطرولو او ډیزلو بیې لویدلې دي، خو کرایې اوس هم لوړې دي او د خوراکي توکو اوړو، غوړیو او نورو شیانو بیې نه دي کمې شوي.

نوموړی وايي: "تاسو ته په خپله ښه مالومات دي، چې د ډیزلو او پطرولو نرخونه ډېر ارزان شوي دي، تر ۲۵ افغانیو پورې ارزانه شوي دي، خو متاسفانه چې غوړي، اوړه او کرایې ډېرې لوړې شوې دي. "

د سورلۍ موټر چلوونکي په دغه ولایت کې د کرایو د نه ټیټوالي لامل د ښاروالۍ له لوري تېلو ته د منظمې نرخ نامې نه ټاکل او د سورلۍ کموالی بولي.

ټکسي چلوونکی رحمت الله وايي، دوه نفره وړي او دوه راوړي، که موټر ډک تللی، نو بیا په لږې کرايې ګزاره کېده.

د پکتيا خلک وايي موټر کې د تګ راتګ کرايه ډېره شوې
د پکتيا خلک وايي موټر کې د تګ راتګ کرايه ډېره شوې

دی زیاتوي، په سپرلیو کې ورته ګټه نه پاتې کیږي، خو مجبور دي، ځکه بل کار او مزدوري ورته نه پیدا کیږي.

یو بل موټر چلوونکی حاجي محمدغني وايي، ډریوران هم د نورو خلکو په شان کورنۍ لري او خرڅ خوراک غواړي، خو په دې ګټه د دوی د کورنیو لګښتونه نه پوره کیږي.

بل لوري ته د پکتیا چارواکي وايي، چې دوی د خوراکي توکو د نرخونو او د موټرو د کرایو د کنټرول لپاره یو شمېر حکومتي ادارې موظفې کړي دي.

د پکتیا والي مولوي محمدعلي جان احمد وویل، سوداګرو او کاروباریانو سره په ناستو کې يې له دوی سره د نرخونو مساله شریکه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: "هغه غونډې مو چې تجارانو او کاروباریانو سره کړې، هغوی ته مو هم دا سپارښتنه کړې، په عموم کې مو ترانسپورټ او ښاروالي په دې مکلفه کړې ده، چې که د کوم شي نرخونه راټیټېدل تاسو هم دلته نرخونه کنټرول کړئ، د نرخونو د لوړېدو په صورت کې چې ډالر لوړ شي، نو په هغه صورت کې هم باید ددې خلکو تاوان ونشي، دا مساله مو په دوی لازمي کړې او دوی مو مکلف کړي دي."

څه موده مخکې د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ځینو اړینو خوراکي توکو او د تېلو پمپونو لپاره نرخ نامې ورکړل شوي، خو د خلکو په وینا چې د اړوند ادارو د نه تعقیب له امله تر اوسه ورباندې پوره عمل نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG