افغان مشهوره سندغاړې ښاپیرۍ نغمه له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.
له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټوتو او مطرحو شخصیتونو د غوښتنو په دوام، افغان مشهوره سندغاړې ښاپیرۍ نغمه هم له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.
اغلې نغمه اندېښنه څرګندوي وايي، که چېرې د ښوونځیو دروازې دغه شان د نجونو پر مخ تړلې پاتې شي، د دې په خبره، په ژور خپګان به اخته شي.
هغې وویل: "زه د اسلامي امارت له مشرانو هیله کوم، لکه څنګه یې چې د لومړنیو او عالي زد کړو لپاره د نجونو پر مخ دروازې پرانیستي، دغه شان له اووم نه تر دولسمه پورې هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي، که دا نه وي نو دا واضح خبره ده چې زمونږ نوی نسل، زمونږ نجونې او ښځې به د سخت دېپریشن ښکار شي."
نغمې ازادي راډیو ته دا هم وویل، چې په اکثرو اسلامي هېوادونو ګرخېدلې، او په دغه هېوادونو کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او تعلیم حق ورکړل شوی دی.
افغان مشهوره سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه دا خبرې ورسته له هغې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د اته میاشتو په تېرېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
طالبانو د کب په میاشت کې ژمنه کړې وه، چې د ورې په درېیمه به د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانېزي، خو په همدې ورځ یې له شپږم ټولګي پورته نجونې پرې نهښودې چې په ټولګیو کې کتابونو ته کېني.
د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته ویلي و، چې د منځنیو ښوونځیو او لیسې دورې د نجونو زده کوونکو د زده کړو د پیلېدو په مساله کې هم پرمختګ راغلی خو جزیات یې شریک نه کړل.