د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر زده کړو او سولې ټینګښت ټینګار وکړ


 ارزګان کې د ښوونځي نجونې
ارزګان کې د ښوونځي نجونې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پروني بیان کې ویل شوي، چې د دې شورا غړیو د ټولو افغانانو د زده کړو پر حق او د سولې او امنیت په ټینګېدو کې د زده کړو پر رول ټینګار کړی دی.

د بیان په دوام کې راغلي، چې دوی د زده کوونکو د خوندیتوب، د هغوی د زده کړو د حق او پر ښوونځیو د حملو د اغېز په اړه هم اندېښنه ښکاره کړې ده.

کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

د شاهدانو په وینا د کابل د دشت برچي سیمې په عبدالرحیم شهید لېسه او ممتاز تعلیمي مرکز کې، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، درې چاودنې وشوې.

د طالبانو د حکومت چارواکو په رسمي ډول د ۶ تنو وژل کېدا او د کابو ۲۰ نورو ټپي کېدا تایید کړې ده.

خو د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د کابل د پولیسو په قول ویلي چې ۹ تنه وژل شوي دي.

د ځینو نورو ناتایید شویو راپورونو له مخې، د وژل شویو شمېر ممکن ۲۵ تنه وي.

تراسه پورې کومې ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیان کې ویل شوي چې باید د دې ډول «تروریستي» بریدونو له عاملانو او تمویلوونکو سره حساب – کتاب وشي او عدالت ته راکاږل شي.

امنیت شورا تروریزم د نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ او هر راز تروریستي عمل جنایت او نه توجیه کېدونکی بللی دی.

د امنیت شورا په بیان کې وړاندې راغلي چې درست هیوادونه دې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې او د ملګروملتونو د منشور مطابق د خپلو مکلفیتونو پر اساس له ټولو امکاناتو څخه په استفادې د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG