د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

عمران خان له واک څخه لیرې کړای شو


د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان
د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ملي اسامبلې له‌خوا د عدم اعتماد رایې تر اخیستو وروسته له واک څخه لیرې کړای شو.

نن یکشنبه تر ۱۳ ساعته ځنډ او تېره شپه ناوخته د اسامبلې د مشر اسید قیصر تر استعفا وروسته د ملي اسامبلې د ولسي جرګې د ۳۴۲ غړو له جملې ۱۷۴ د عدم اعتماد په پلوۍ رایه ورکړه. د عدم اعتماد رایې اخیستو لپاره ۱۷۲ رایو ته اړتیا وه.

د پاکستان ملي اسامبلې یا پارلمان مخکېنی مشر اسد قیصر
د پاکستان ملي اسامبلې یا پارلمان مخکېنی مشر اسد قیصر

قیصر چې د عمران خان عمده متحد ګڼل کېږي، ویلي نه‌غواړي د هغې جلسې مشري وکړي چې د عمران خان د لیرې کېدو لپاره رابلل شوې ده.

احتمالاً اسامبله به سبا دوشنبه د نوي صدراعظم لپاره رایه ورکوي.

د پاکستان د مسلم لینګ نواز ګوند مشر شهباز شریف چې د اپوزېسیون مشر هم دی، عمران خان ته د عدم اعتماد رایې ورکولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې و که عمران خان له واکه لیرې کړای شي د ده متحدان به دی د نوي صدراعظم په توګه ونوموي.

شهباز شریف
شهباز شریف

عمران خان له واک څخه تر لیرې کېدو مخکې ویلي و، که د نه‌باور رایه ورکړل شي، نوی حکومت به په رسمیت ونه‌پېژني.

عمران خان په ۲۰۱۸ز کال کې د عمومي انتخاباتو په نتیجه کې د صدراعظم په توګه ټاکل شوی و، خو اپوزېسیون وخت ناوخت ورباندې انتقاد کاوه چې هغه ټاکنې رڼې نه‌وې او هغه د پوځ په مرسته د درغليو په نتيجه کې بریالی کړای شوی دی، هغه تور چې عمران خان او د ده ګوند تحریک انصاف پاکستان رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG