د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

نیویارک ټایمز: طالبان اوس هڅه کوي هغه سړکونه چې خپله‌یې ویجاړ کړي، ورغوي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د کابل په شمال کې د سالنګ مهمې لارې ته پام اړولی دی.

لیکوال لیکي، په افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته طالبان اوس هڅه کوي هغه سړکونه چې خپله‌یې د ماینونو په الوزولو سره ویجاړ کړي، ورغوي خو هېڅ یو یې هم د سالنګ د لویې لارې په پرتله مهم او حیاتي نه‌بلل کېږي.

نیویارک ټایمز لیکي، د واورو له ویلېدو سره د واورو د ښویېدو یا برفکوچونو په اړه هم اندېښنې د طالبانو د مسؤل قومندان صلاح‌الدین ایوبي او د هغه پخوانیو وسله‌والو لپاره یوه نوې او عجیبه خبره ده.

د لیکوال په باور، په تېرو ۲۰ کلونو کې چې طالبانو په افغانستان کې د لارو په ویجاړولو تمرکز کړی و، سړکونه، پلونه او پلچکونو، کانالونه او پاخه واړه او لوی سړکونه هېڅ یو یې هم د طالبانو له چاودنو خوندي نه‌و، خو طالبانو ویلي چې تل‌یې هڅه کړې چې ټولګټو تأسیساتو ته زیان ونه‌رسېږي.

وړاندې لولو چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې چې پخوانی حکومت ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل، دا هر څه بدل شول. اوس طالبان هڅه کوي، هغه لویې لارې چې اقتصادي شریانونه بلل کېږي او دوی یې پخوا د پرې کولو هڅه کوله، بېرته ورغوي خو د رغولو په نسبت‌یې جګړه دوی ته اسانه وه.

  • ګارډین

ګارډین لیکي، د هغو نږدې ۱،۴۰۰ افغانانو چې استرالیا ورته پر بشري دلایلو د عاجلو ویزو ورکولو پرېکړه کړې وه، هېڅ یو یې هم تر اوسه استرالیا ته نه‌دی رسېدلی.

ګارډین لیکي، د استرالیا د پارلمان سنا جرګې له حکومت څخه غوښتي چې دغه ویزې سمدستي بېرته اعاده کړي.

د ګارډین په لیکنه ۱،۳۹۸ افغانانو ته دغه ویزې له هغې وروسته چې طالبانو کابل ونیو، منل شوې وې.

د استرالیا د سنا جرګې یوې کمېټې پرون سې شنبه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې روان وضعیت له کله چې طالبان په تېر اګسټ کې واک ته رسېدلي، تر اوسه تراژیک یا ډېر خواشینوونکی دی او هغه په زرګونو افغانان چې له استرالیا یې د بشري خواخوږۍ له مخې د ویزو غوښتنه کړې، تر شا پاتې او په یوه مبهم وضعیت کې اوسي.

دې کمېټې ویلي چې د استرالیا د کورنیو چارو وزارت باید سمدستي د ویزې د دغو متقاضیانو پروسه چټکه او ارتباطات ښه کړي.

د ګارډین په لیکنه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د استرالیا مأموریت څو ورځې وروسته له هغې چې طالبانو کابل نیولی و، پیل شو او ۴،۱۶۸ تنه‌یې د کابل له هوایي ډګر څخه په نهو ورځو کې ولېږدول، خو ډېر نور چې استرالیا ته د تلو اجازې ورکړل شوې، تر شاته پاتې شوي.

XS
SM
MD
LG