د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

یوه نړیواله سروې: افغانستان کې رنځ یوې بې‌سارې اندازې ته رسېدلی


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د خلکو د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې سروې نتیجه ښیي چې په دې هېواد کې ربړ (رنځ) یوې بې‌سارې اندازې ته رسېدلی دی.

دغه سروې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګالوپ مؤسسې ترسره کړې، نتیجه‌یې ښيي چې د افغانستان ۹۴ سلنه وګړو ویلي چې ژوند یې دومره خراب شوی چې هغه له کړاو او رنځه ډک انګېرل کېدای شي.

د دغې سروې له مخې ۹۶ سلنه ښځې او ۹۲ سلنه نارینه له دغسې حالت سره مخامخ دي.

دا په افغانستان کې د کړېدلو خلکو اندازه نه‌ده چې په بې‌ساري توګه لوړه شوې، بلکې له ۲۰۰۵ کال راهیسې چې ګالوپ د سروې‌ګانو لړۍ پیل کړې، د نړۍ هېڅ یو هېواد له دغسې حالت سره نه‌و مخامخ شوی.

د ګالوپ مؤسسې د هغو خلکو لپاره چې د کړاوونو ډک ژوند په حساب کې راوستي، د سنجش لپاره درې معیارونه او له صفر نه تر ۱۰ پورې نمرې په پام کې نیولي؛ هغوی چې سوکاله ژوند لري، هغوی چې په سختۍ ژوند مخ ته وړي او هغوی چې په رنځ او کړاو کې ژوند کوي.

ارشیف، له کړاوونو سره مخ یو شمېر افغان نارینه
ارشیف، له کړاوونو سره مخ یو شمېر افغان نارینه

د سروې له ګډونوالو پوښتل شوي چې اوس څه ډول ژوند لري او څه فکر کوي چې په څلورو کلونو کې به‌یې ژوند ښه او که لا خراب شي.

ګالوپ دغه سروې داسې مهال ترسره کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې هېواد له مخکې ناوړه اقتصادي وضعیت لا خراب شوی.

دغه وضعیت لا دمخه له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې شخړې زیاتې شوې او د دې ډلې تر ولکې لاندې سیمو ساحه پراخه شوې وه، ورځ تر بلې په خرابېدو و.

د ګالوپ د سروې له مخې نږدې ټولو افغان ښځو یعنې په سلو کې ۹۶یې ویلي چې ژوند یې له کړاوونو ډک دی.

افغان ښځې په ځانګړې توګه ډېرې هیله‌منې نه‌دي چې راتلونکي کې به‌یې ژوند ښه شي.

د سروې له مخې دا د حیرانتیا خبره ځکه نه‌ده چې طالبانو پر نجونو او ښځو د کار کولو او زده‌کړو په برخو کې ډېر محدودیتونه لګولي.

له روغتیایي سکټور پرته ښځې په نورو برخو کې له کار کولو منع شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له زده‌کړو بې‌برخې کړای شوې دي.

ارشیف، د کار او زده‌کړې په ملاتړ د یو شمېر افغان مېرمنو او نجونو اعتراض
ارشیف، د کار او زده‌کړې په ملاتړ د یو شمېر افغان مېرمنو او نجونو اعتراض

پر ښځو دغه‌راز د سفر کولو او پارکونو او مېله‌ځایونو ته پر تلو هم یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي.

ګالوپ په دغې سروې کې ویلي، که څه هم په وروستیو اوونیو کې د نړیوالو پام له افغانستانه نورو کړکېچونو ته اوښتی، خو په دې هېواد کې بحرانونه په خپل حال پاتې دي.

بشري مرستندویه ادارو په افغانستان کې ملیونونو اړو کسانو ته د بېړنو مرستو رسولو لپاره د دومره بسپنې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو په تاریخ کې د یوه هېواد لپاره نه‌وه غوښتل شوې.

ملګرو ملتونو د ۴ میلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو غوښته کړې وه، خو تېره اوونۍ د جنوا په کنفرانس کې بسپنه ورکوونکو د څه باندې دوه میلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنې وکړې.

XS
SM
MD
LG