د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د ایران سینما ښځینه ستورو له سیستماتیکو جنسي ځورونو او زورزیاتیو پرده پورته کړه


ارشیف
ارشیف

د ایران لسګونه فلمي ستورې او د فلم د تولیدي کمپنیو ښځینه کارکوونکو د سیستماتیکو جنسي ځورونو او باج‌ګیرۍ د افشا له کمپاینه ملاتړ کړی دی.

دا کمپاین چې په‌کې تر ۳۰۰ زیاتو ښځو ګډون کړی او خپل نومونه‌یې ورکړي د (زه هم) یا (me_too_movement_iran) په نوم له څو ورځو راهیسې مخته روان دی او د یوې اعلامیې په خپرولو سره‌یې د جنسي ځورونو او باج‌ګیریو د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.

دوی ادعا کړې ده چې د ایران د سینما په صنعت کې ځیني واکمن کسان په دې لټه کې وي چې له خپل موقف نه په استفادې ښځې تهدید کړي یا ان جنسي زورزیاتی ورسره وکړي.

سینماګرو ښځو په خپله اعلامیه کې چې د ترانه علیدوستي، هدیه تهراني، پریناز ایزدیار او ګڼو نورو مشهورو فلمي ستورو له‌خوا لاسلیک شوې هم ده غوښتي چې "د تاوتریخوالي دغه سیستماتیک اعمال باید پای ته ورسېږي او ترڅنګ‌یې سرغړوونکي او تېري کوونکي باید له جدي او قانوني چلند سره مخ شي."

ارشیف، یو شمېر ایرانۍ فلمي لوبغاړې
ارشیف، یو شمېر ایرانۍ فلمي لوبغاړې

د ښځینه فلمي ستورو او کارکوونکو د جنسي ځورونې د ملاتړي کمپاین او پاڼې چلوونکې شقایق نوروزي د ازادي راډیو فردا څانګې ته ویلي: "لکه څنګه چې په بیانیه کې هم ورته اشاره شوې څو واره د جنسي باج‌ګیرۍ خبره یاده شوې چې د جنسي تاوتریخوالي یوه پېچلې بڼه ده. په اعلامیه کې دا هم راغلي و چې د معاشونو په یرغمل نیولو سره د ښځو کار او امنیت ګواښل کېږي، نو دې مسئلې په سینما کې یوه پېچلې بڼه خپله کړې ده."

د ایراني سینماګرو ښځو له‌خوا داسې وخت د سیستماتیکو ځورونو او جنسي تاوتریخوالو شکایتونه ثبتېږي چې د ایران د رژیم له ګڼو محدودیتونو سره سره لسګونه ښځې په فلمونو او سریالونو کې کار کوي.

ګڼو یې جایزې هم ګټلي. د اصغر فرهادي په لارښوونه د پلورونکي/فروشنده فلم چې ترانه علیدوستي په‌کې لوبېدلې ۲۰۱۷ کال د اوسکار د غیر انګلیسي فلمونو لومړۍ جایزه وګټله.

XS
SM
MD
LG