د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د خبریالانو فدراسیون: ۲۲ افغان خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او ۵ رسنۍ تړل شوي


د افغانستان د خبریالانو فدراسیون خبري کنفرانس
د افغانستان د خبریالانو فدراسیون خبري کنفرانس

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون وايي، په روانې مارچ میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پېښې شوې دي.

دغه فدراسیون وايي د یادې میاشتې په اوږدو کې د طالبانو حکومت له لوري په دې هېواد کې له ۲۲ خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او لږ تر لږه ۵ غږیزې او انځوریزې رسنۍ تړل شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون د رهبرۍ شورا غړي میر علي اضغر اکبرزاده د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۱۰» په یو خبري کنفرانس کې وویل د رسنیو د تړل کېدو لاملونه تر ډېره مالي ستونزې دي.

دی وايي د خبریالانو په وړاندې، د تاوتریخوالي دا پېښې په کابل، ننګرهار، خوست، پکتیا او کندهار کې رامنځته شوې دي.

ښاغلی اکبرزاده زیاتوي: "موږ طالبانو ته وړاندیز کوو چې د خپلو ژمنو پر بنسټ چې ویلي یې وو رسنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون او دغه‌شان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون به د پخوا په شان کار کوي، خو په دې تېرو څو میاشتو کې موږ هېڅ ونه‌لیدل، دا کمېسیونونه چېرته دي؟ ولې خبریالان نیول کېږي؟ ولې د خبریالانو سپکاوی کېږي، په داسې حال کې چې موږ د دغه ستونزو په اړه له مسؤلینو سره خبرې اترې کړې دي."

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون وايي، دغه‌شان د طالبانو حکومت په دې میاشت کې د امریکا غږ، بي‌بي‌سي او دوېچه‌وېلې المان غږ ټلوېزیونونو خپرونې چې د کورنیو خصوصي ټلوېزیونونو له لارې يې خپرونې کولې هم تړلې دي.

مهرالله مهرداد چې په خبریالۍ کې د کار اته کلنه تجربه لري وايي له رسنیو سره‌يې په بېلابېلو برخو کار کړی دی. ده پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له یو شمېر بهرنیو رسنیو سره د خبر په برخه کې همکاري کوله.

مهرالله مهرداد
مهرالله مهرداد

خو له څو ورځو راپدېخوا يې له کار سره خدای پاماني کړې ده.

دی وايي په تېرو اووه میاشتو کې پنځه ځلې د طالبانو له لوري نیول شوی، وهل شوی او سپکاوی يې شوی دی.

د هغه په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښه د روانې مارچ میاشتې په ۲۸مه د کابل په بادام باغ کې د ښځو د لاسي صنایعو د نندارتون پر مهال وشوه.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د سختو محدودیتونو او دغه‌شان د خبریال د ژوند د نه‌خوندیتوب له امله مې پرېکړه وکړه چې نوره د خبریالۍ دنده پرېږدم."

په ورته وخت کې د ازادۍ کور مسؤل عبدالمطلب فراجي هم په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ازادي راډيو ته وویل: "طالبان غواړي چې په خپلو دې کارونو سره په افغانستان کې د بیان ازادي په خپل لاس کې واخلي، ځکه له کارونو یې ښکاره معلومېږي."

که څه هم د طالبانو حکومت د دې راپور تر خپرېدو د دغه اندېښنو او ادعاګانو په اړه زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي، خو ویاند يې ذبیح‌الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و چې د رسنیو قانون د اجرا وړ دی.

نوموړي دغه‌شان په وار وار ډاډ ورکړی چې د خبریالانو خوندیتوب دوی ته لومړیتوب لري، خو دا په داسې حال کې ده چې لا هم په دې هېواد کې په وار وار د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته او دوی ان بندیانېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG