د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

د اوکراین د لوهانسک سیمې مشر له روسیې سره د یوځای کېدو په اړه ټول‌پوښتنه کوي


د لوهانسک سیمې د بېلتون غوښتونکو مشر لیونید پاسیچنیک
د لوهانسک سیمې د بېلتون غوښتونکو مشر لیونید پاسیچنیک

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې پر یرغل څه باندې یوه میاشت اوړي، د اوکراین د یوې بېلتون غوښتونکې سیمې مشر چې کرملېن پلوي بیلتون غوښتونکي پرې کنټرول لري، ویلي چې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې له روسیې سره د دې سیمې د یوځای کېدو په اړه یوه ټول‌پوښتنه یا ریفرانډم ترسره کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که په لوهانسک دا ډول یو ریفرانډم ترسره شي، هغه به غیر قانوني وي.

دا به د لوېدیځ او کرملېن ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخکې له دې چې د فبرورۍ په ۲۴مه خپلو ځواکونو ته پر اوکراین د برید امر وکړي، لوهانسک او د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې بله دونیڅک سیمه د خپلواکو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې.

پوتین په ۲۰۱۴ کال د روسیې له خاورې سره د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمې له یوځای کولو وروسته د اوکراین په دغو دوو سیمو کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړی، هغوی ته‌یې پیسې، وسلې او سرتېري ورکړي دي.

پوتین دغه هڅې د دې لپاره کړي چې په اروپایي ټولنه او ناتو تړون کې د اوکراین د غړیتوب مخه ونیسي.

د روسیې تاس دولتي خبري اژانس د لوهانسک د سیمې د بېلتون غوښتونکو د مشر لیونید پاسیچنیک له قوله وایي چې پرون یکشبنه‌یې ویلي، د ده په فکر ریفرانډم به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې روسیه هم د یوه ریفرانډم پر ګټو او زیانونو بحث کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وویل، په لوهانسک کې دغسې یوه ټول‌پوښتنه به رسمیت ونه‌لري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولیګ نیکولینکو په یوه بیان کې چې ازادي راډیو ته‌یې را استولی ویلي چې روسیه د اوکراین د مالي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د کمزوري کولو له هڅو لاس نه‌اخلي او پر هغو سیمو کې چې په موقتي توګه اشغال شوي، د جعلي ریفرانډمونو ترسره کول به له قانوني پلوه اعتبار ونه‌لري او نتیجه به‌یې هم قانوني نه‌وي.

هغه ویلي روسیه به په دې کار سره د نړیوالې ټولنې له لا سخت او پرېکنده غبرګون سره مخامخ شي او لابه په نړیواله سطح منزوي شي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال هم د اوکراین کریمیا ټاپووزمه د یوه ریفرانډم له لارې له خپلې خاورې سره ملحق کړه.

نړیوالې ټولنې دغه ریفرانډم جعلي بللی او یوازې له څو هېوادونو پرته نور کریمیا د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت نه‌پېژني.

XS
SM
MD
LG