د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د بودا پروني دښمنان ننني ساتونکي؛ طالبان د مس عینک کان د بودا مجسمو ساتنه کوي


د بودا مجسمې چې د مس عينک کان کې د کېندنې پر مهال موندل شوي. 23Nov2010
د بودا مجسمې چې د مس عينک کان کې د کېندنې پر مهال موندل شوي. 23Nov2010

طالبان چې یو وخت‌یې د بودا مجمسې ویجاړې کړې وې، اوس په خپله د بودا د هغو مجسمو ساتنه کوي چې د لوګر د عینک د مسو د کان په سیمه کې د کېندنې په مهال موندل شوي دي.

د طالبانو حکومت په ګډون په افغانستان کې پرله‌پسي حکومتونو د دغه کان په ګډون د افغانستان تر ځمکې لاندې زېرمو پورې ډېرې هیلې غوټه کړي چې د استخراج له لارې ترلاسه کېدونکی عاید به‌یې د افغانستان ډېرې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

حکیم‌الله مبارز د طالبانو د هغې قطعې مشردی چې د لوګر د عینک د مسو د کان هغه لرغونې سیمه ساتي چې تر ځمکې لاندې کېندنو په مهال په‌کې د بودا مجسمې او د بودا د وخت نور اثار موندل شوي دي.

مبارز چې مخکې یې وسله‌والو په همدې سیمه کې د امنیت لپاره ګومارل شویو د پخواني حکومت پر ساتونکو بریدونه کول، اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې د دغو آثارو ساتنه دوی او چینایانو ته ډېره مهمه ده.

دی وایي، د سیمې د امنیت په خوندي کېدو سره به دې ته لاره هواره شي چې د چین د ملیاردونو ډالرو پانګونه راجلب شي.

مس عينک کان کې ترلاسه شوي اثار
مس عينک کان کې ترلاسه شوي اثار

ښاغلی مبارز وایي، کله چې تېر کال د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه تسلیم شول، نو ده سمدستي دې سیمې ته ځان ورساوه چې هغه خوندي کړي.

د لوګر د عینک د مسکو د کان قرارداد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په مهال په ۲۰۰۸ کال د چین له دولتي اېم سي سي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو په مخ لاسلیک شو، خو چینایانو ظاهراً د لوژیستیکي او امنیتي ستونزو له امله په ۲۰۱۴ م کال د دې کان چې ظرفیت‌یې ۱۲ ملیون ټنه مس اټکل شوی، د کېندنو چارې ودرولې او له افغانستانه ووتل.

اوس چې طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شوي، چین د دغه کان په ګډون د افغانستان تر ځمکې لاندې زېرمو کې پانګونې ته ډېره لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اوونۍ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کابل ته په خپل لومړني سفر کې له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.

د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې د طالبانو د کانونو وزیر شهاب‌الدین دلاور هم هڅې پیل کړي چې د چین دولتي کمپنۍ بېرته افغانستان ته راوګرځوي.

د دې وزارت د بهرنیو اړیکو مشر زاید رشیدي وایي، چینایي کمپنۍ اوسنی وضعیت د ځان لپاره ایډیال بولي ځکه نړیوال سیالان نه‌شته او حکومت‌یې هم کلک ملاتړ کوي.

ټاکل شوې چې د اېم سي سي کمپنۍ یوه تخنیکي کمېټه په راتلونکو اوونیو کې کابل ته لاړه شي چې د لوګر د عینک د مسو د کان د استخراج د بېرته پیلولو په وړاندې پراته خنډونه لیرې کړي.

یوه عمده ستونزه هم له سیمې د بودایي اثارو لیرې کول دي، خو اېم سي سي دغه‌را هڅه کوي چې د شوي قرارداد پر شرایطو له سره غور وشي.

په تېره د مالیې د ټیټولو په برخه کې او هم چین هڅه کوي چې د هر یوه ټن مسو د پلورلو په بدل کې حکومت ته د امتیاز حق چې اوس په سلو کې نږدې ۲۰ دی، نیمایي ته راکم کړي.

د شوي قرارداد له مخې به افغانستان په کال کې د دوه‌نیم سوه ملیون او ۳۰ ملیون ډالرو ترمنځ عاید ترلاسه کوي او هم به‌يې د وخت یا اوږدوالي له پلوه ۸۰۰ ملیون ډالر فیس ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG