د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

احمد مسعود: د سولې خبرو پایله نه‌درلوده له طالبانو سره د جګړې د دوام اعلان کوو


د طالبانو د رژیم پر ضد د جوړې شوې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود
د طالبانو د رژیم پر ضد د جوړې شوې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

د طالبانو د رژیم پر ضد د جوړې شوې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، طالبانو سره‌یې د سولې خبرو پایله نه‌درلوده او له همدې امله د جګړې د دوام اعلان کوي.

ښاغلي مسعود د نوروز په مناسبت خپل وېډیويي پیغام کې چې تېره شپه خپور شو وویل، طالبان نه‌غواړي هغه‌ مېکانیزم او حل‌لار ومني چې د افغانستان ستونزه په بنسټیزه توګه پای ته رسوي.

احمد مسعود خبرداری ورکړ، تر هغې چې طالبان یو ټول‌منلی او داسې حکومت چې د خلکو د رایو پر بنسټ منځ‌ته راغلی وي ونه‌مني، دوی به‌یې پر ضد خپلې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکړي.

ښاغلی مسعود زیاتوي: "د دې لپاره چې دوی د افغانستان اوسنیو اړتیاوو ته متوجې کړو، د عالمانو پلاوي او زموږ مذاکراتي ټیم ورسره مفصل بحثونه درلودل، خو بدبختانه طالبانو زموږ لپاره له دوو خبرو پرته بل څه نه‌لرل. یو تسلیمي او بل هم بیعت."

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود طالبان پر دې هم تورن کړل چې د عمومې بخښنې له اعلان سره سره، د مخکېني حکومت افسران او سرتېري نیسي،‌ شکنجه کوي ‌او وژني یې.

هغه ادعا چې طالبانو وړاندې رد کړې او ویلي یې دي، دوی د عمومي بخښنې فرمان عملي کړی دی.

خو احمد مسعود د طالبانو دا کار جنګي جنایت بولي او د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو څخه غواړي چې افغانستان کې د بشري حقونو قوي څارنه وکړي.

نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو له نړیوالې ټولنې سره، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرېکون په تړاو خپله شوې ژمنه ماته کړې او اوس‌مهال افغانستان د نړیوالو ترهګرو په خوندي‌ پټن‌ځای بدل شوی دی.

د ده په خبره، کره راپورونه شته چې د القاعده په څېر ډلې په افغانستان کې د اوسنيو حاکمانو په ملاتړ خپل روزنیز مرکزونه زیات کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد که له یوې خوا په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شتون ردوي، له بلې خوا د احمد مسعود د څرګندونو په غبرګون کې وايي، د جګړې د دوام لپاره نورې بهانې نه‌شته.

ښاغلی مجاهد وايي: "که چېرې دوی له تحولاتو وړاندې په پخواني فکر کې وي، نو هغه حالت خو اوس بدل شوی. ښه دا ده چې دوی د یوه افغان وګړي په صفت راشي، خپل هېواد کې ژوند غوره کړي. د ده موقف ته درناوی کېږي."

طالبانو او د ملي مقاومت جبهې وړاندې تأیید کړې وه چې په تهران کې یې سره کتلي، خو خبرو یې پایله نه‌درلوده.

ترڅنګ‌یې په روسیه کې هم د طالب مشرانو او د ملي مقاومت جبهې د غړو ترمنځ د مذاکراتو په اړه راپورونه خپاره شوي و چې رسمي تأیید یې نه‌درلود.

XS
SM
MD
LG