د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

امریکا کې پخوانی افغان مرستیال سفیر: دلته ډیپلوماتیکې څانګې به اوږد مهاله تړلې وي


په امریکا کې د افغانستان سفارت
په امریکا کې د افغانستان سفارت

په امریکا کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو د دروازو له تړل کېدو وروسته په دغه سفارت کې د تېر جمهوري نظام د سفیر پخوانی مرستیال عبدالهادي نجرابي وایي چې د افغانستان دا ډیپلوماتیک ځایونه به د اوږدې مودې لپاره په امریکا کې تړلي پاتې شي.

دی وايي چې له امریکایي چارواکو سره د مذاکراتو سره سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د مېشتو اړمنو افغانانو لپاره د قونسلګرۍ له پرانیستې پرېښودو انکار کړی دی.

په امریکا کې د افغانستان د سفارت او اړوندو قونسلګریو دروازې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه د مارچ په ۱۶مه وتړل شوې.

ښاغلي نجرابي ازادي راډیو ته وویل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې ویلي دي هڅه کوي د افغانانو د قونسلیو اړوند چارې به په کاناډا یا هم اروپایي هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

ښاغلی نجرابي زیاتوي: "د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل نور په افغانستان کې کوم حکومت نه‌شته چې افغان ډیپلوماتان ترې استازیتوب وکړي، طالبانو له موږ سره اړیکې وکړې، خو زموږ ځواب رد و."

په امریکا کې د افغانستان سفارت د تړل کېدو او په هغه هېواد کې د افغان ډیپلوماتانو د ډیپلوماتیکو ویزو موضوع یوه میاشت مخکې مطرح شوه.

یوه میاشت وړاندې په واشنګټن کې د افغان سفارت د یوه چارواکي له‌خوا ازادي راډیو ته د لېږل شویو اسنادو له مخې، د افغانستان سفارت د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې د افغانستان سفارت د پولي او بانکي چارو او همدارنګه د سفارت د قونسلي چارو د پر مخ بیولو لپاره وړاندیزونه شوي.

هغه څه چې د نجرابي په خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت توافق ونه‌کړ او په پایله کې د شتمنۍ د سرپرستي چارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه کوم څه نه‌دي خپاره کړي.

بل‌خوا طالبانو په لومړي ځل د افغانستان په یو سفارت کې د خپل استازي د ټاکلو رسمي اعلان وکړ.

محمد فاضل صابر د پېژندنې مراسم
محمد فاضل صابر د پېژندنې مراسم

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې لیکلي چې په ترکمنستان کې یې د افغانستان سفارت ته د طالبانو استازی معرفي کړی او لیکلي یې دي: "ښاغلی محمد فاضل صابر پرون د ترکمنستان په عشق‌اباد کې د افغانستان په سفارت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو. په دې مراسمو کې د سفارت پر ډیپلوماتانو سربېره، افغان کډوالو او سوداګرو هم ګډون کړی و."

له دې وړاندې هم په پاکستان او چین کې د افغانستان سفارتونو ته د طالبانو د حکومت د استازو د ټاکل کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو په دې اړه رسمي اعلان نه‌دی کړی.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت څخه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي لیدنه هم د خبرونو سرټکي وګرځېده.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل: "د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په ټولو هېوادونو کې له سفارتونو سره په تماس کې دی. په ډېرو هېوادونو کې کارمندان خپل کار ته دوام ورکوي او قونسلګرۍ چارې پر مخ وړي. په ځینو سفارتونو کې داسې ستونزې شته چې د چارو سرپرستان ستونزې جوړوي. د هغوی د رضایت لپاره هم یوه حل لاره سنجول شوې."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

که څه هم تر اوسه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو طالبان خوشبینه دي چې د دوی حکومت دغه ګام ته نږدې شوي دي.

هغه شرایط چې نړۍ د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره ټاکلي دي، د یوه ټول‌شموله حکومت جوړول، د ښځو حضور او سیاسي ګډون او د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تأمین هغه شرایط دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوال سازمانونه باور لري تر اوسه نه‌دي پوره شوي.

XS
SM
MD
LG