د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د اوکراین پر لفیف د توغندیو برید؛ جاپان او استرالیا پر روسیې نوي بندیزونه ولګول


د لایفیف هوايي ډګر ته نږدې له ودانیو پورته شوي لوګي
د لایفیف هوايي ډګر ته نږدې له ودانیو پورته شوي لوګي

د اوکراین د لفیف پر ښار روسي ځواکونو د توغندیو برید کړی دی.

بل لور ته جاپان او استرالیا پر روسیې نوي بندیزونه لګولي دي او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د دې جګړې په تړاو د چین له ولسمشر سره خبرې کوي.

د لفیف ښار ښاروال اندرې سادوفي وایي چې څو توغندي نن سهار د هوایي ډګر د ودانۍ د ساتنې او رغونې په برخه کې ولګېدل چې لوخوړې یې پورته کړې.

تر دې مخکې د اوکراین د کورنیو چارو د وزارت سلاکار انتون هیراشینکو ویلي و چې په لفیف کې نن څو چاودنې شوې دي.

هیراشینکو په ټلګرام کې لیکلي چې دا چاودنې د سهار د شپږ نیمې بجې خواته وشوې او د هوایي ډګر مسؤلین به له پلټنو وروسته د دې برید په اړه راپور خپور کړي.

د لایفیف هوايي ډګر ته نږدې له ودانیو پورته شوي لوګي
د لایفیف هوايي ډګر ته نږدې له ودانیو پورته شوي لوګي

دا ښار د اوکراین په لوېدیځ کې دی. د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی د اوکراین لوېدیځ لوری تر ډېره ارام و او جګړې د اوکراین په ختیځ او منځنۍ برخو کې تودې دي.

د اوکراین په ارتباط نن بل تحول دا دی چې جاپان اعلان وکړ چې پر نهو روسي بنسټونو او د دفاعي چارواکو په ګډون پر ۱۵ روسانو بندیزونه لګوي.

له دې سره به د اوکراین د جګړې په تړاو د جاپان له لوري تر دې دمه په انفرادي ډول د هغو روسانو شمېر ۷۶ ته ورسېږي چې بندیز پرې لګېدلی دی. د جاپان د مالیې وزارت په وینا د هغو روسي بنسټونو شمېر هم ۱۲ ته رسېدلی چې توکیو بندیز پرې لګولی دی.

استرالیا بیا پر دوو روسي بیلیونرانو د کانونو د صنعت په ارتباط بندیز لګولی دی. له دې سره د استرالیا له لوري د روسیې پر ۴۱ شمتنو بندیزونه ولګول شول.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پایني وویل چې استرالیا له خپلو نړیوالو شریکانو سره له نږدې همکاري کوي چې نور بندیزونه هم پر روسیې ولګوي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره

بل لور ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي چې ولسمشر جو بایډن به د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره خبرې وکړي او دا به ورته ووایي چې مسؤلیت به‌یې خپل وي که چېرته د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ کوي.

دا دواړه ولسمشران به نن د کابل په وخت د مازدیګر په پنځه نیمې بجې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG