د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

امیر خان متقی: نه‌غواړو افغانستان یو ځل بیا د لویو قدرتونو د ټکر په مرکز بدل شي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات او اقتصاد د پیاوړي کېدو لپاره دې د دوی له حکومت سره لاس کړي.

امیر خان متقي پرون شنبه د ترکیې په انتالیا کې د ډیپلوماتیک فوروم په نوم یوې غونډې ته په خبرو کې وویل: "له څلورو لسیزو جګړو وروسته د راوتلي هېواد په توګه د نړۍ له هېوادونو غواړو چې له سیاسي پلوه د باثباته او له اقتصادي پلوه د خودکفا افغانستان په جوړولو کې له موږ سره همکار شي او د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل کړل شوې شتمنۍ په بشپړه توګه خوشې کولو او پر افغانستان د لګېدلو اقتصادي بندیزونوپه لیرې کولو کې مرسته وکړي."

ښاغلي متقي دغه‌راز ټینګار وکړ چې داسې یو بهرنی سیاست‌یې غوره کړی چې هغه له هېڅ‌چا سره په ټکر کې نه‌دی او زیاته‌یې کړه چې موږ نه‌غواړو چې افغانستان یو ځل بیا د لویو قدرتونو د ټکر په مرکز بدل شي، بلکې غواړو چې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اتصال او ترانزیټ لاره وګرځي او دا هېواد د اقتصاد پر مرکز بدل شي.

د توماس وېسټ او امیر خان متقي لیدنه
د توماس وېسټ او امیر خان متقي لیدنه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ چې وړمه ورځ‌یې د متقي په مشرۍ له پلاوي سره په ترکیه کې کتلي په یوه ټویټ کې دغه خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي چې د طالبانو له پلاوي سره‌یې پر مهمو مسایلو، اقتصادي ثبات او پرمختګ، ښوونې او د سوداګرۍ الوتنو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

ښاغلي وېسټ ویلي چې له خپلو نړیوالو متحدانو او شریکانو سره په دې اړه چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې ښکېله پاتې شي، هم‌نظره دي.

د هغه په خبره د بشري حقونو، د پرمختګونو د ساتلو او دا چې د افغاني ټولنې بډاینه پر حکومتوالۍ کې ولیدل شي، په برخو کې ډېر کارونه لاپاتي دي چې باید ترسره شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نږدې اووه میاشتې وځي، خو تر اوسه‌یې حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG