د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

له امریکا وروسته بریتانیا هم له روسیې د تیلو واردات پای ته ورسوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

وروسته له هغې چې امریکا د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه، بریتانیا هم اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه به له روسیې د تیلو واردات پای ته ورسوي، خو اروپایي ټولنه چې ډېره د روسیې پر انرژۍ متکي ده، پلان لري چې له روسیې د ګازو واردات دوه په درېیمه برخه کم کړي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن پرون د روسیې د تیلو پر وارداتو د بندیز لګولو د اعلان پر مهال وویل چې د تیلو د وارداتو بندیز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پویتن ته د اوکراین د جګړې په خاطر سخته ضربه ده.

بایډن امریکایانو ته خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه چې له ازادۍ څخه دفاع خپل قیمت لري.

د روسیې د تیلو او ګازو صادرات د روسیې د بودجې د تمویل لویه برخه ګڼل کېږي او هم د دې هېواد د پیسې روبلو د ملاتړ لپاره د بهرنیو اسعارو کلیدي سرچینه ده.

د ستراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د انرژۍ څېړونکی بېن کاهیل وایي، د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز به هغه اندېښنې لازیاتې کړي چې له روسیې سره د انرژۍ د سوداګرۍ برخه کې د مالي او قانوني خطرونو پر سر راپورته شوي دي.

روسیه به چې د ورځې شااوخوا پنځه میلیونه بېرله تیل صادروي، په خپلو صادراتو کې د پام وړ کموالي شاهده وي.

د کاهیل په وینا که روسیه د خپلو تیلو لپاره خریدار پیدا نه کړي ښایي د تیلو تولید کم کړي او چین به هم ښایي ونه شي کولی چې ټول هغه تیل او ګاز واخلي چې دا هېواد یې اوس اروپا ته په لوړه بیه صادروي.

که روسیه د خپلو تیلو لپاره خریدار پیدا نه کړي ښایي د تیلو تولید کم کړي

د روسیې ګاز د اروپایي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه اخلي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي دي چې دی له دې سره مخالف دی چې له روسیې څخه د ګازو او تیلو صادرات بند شي.

شولڅ ویلي دي چې اروپایي ټولنه له روسیې د انرژي صادراتو ته سخت ضرورت لري.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ:له دې سره مخالف یم چې له روسیې د ګازو او تیلو صادرات بند شي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ:له دې سره مخالف یم چې له روسیې د ګازو او تیلو صادرات بند شي.

دغه راز په پام کې ده چې سبا پاریس ته نژدې په ویرسیلیس کې د اروپایي هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شي او دې غونډه کې به هم پردې خبرې وشي چې څرنګه د انرژي په برخه کې پر روسیې اتکا کمولی شي.

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل نن دوه اوونۍ پوره شوې او پر روسیې د سختو بندیزونو په ترڅ کې له دې هېواده د لویدیځ شرکتونو د وتلو لړۍ روانه ده، په دې ترڅ کې د تیلو ستر شرکت شیل اعلان وکړ چې له روسیې ووځي.

دغه راز د خوړو ستر شرکت مکدونالډس او د کافي شرکت سټاربوکس هم له هغو دوه سوه نورو شرکتونو سره یوځای شول چې روسیه کې یې تر نامعلوم وخته خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG