د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

له نړیوال بانکه د ۹۲ سیمه ییزو راډیوګانو او د ټلوېزیونو د استازو غوښتنې


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې نړیوال بانک اعلان وکړ چې د افغانستان د بیارغونې له صندوقه د بشري او اقتصادي ستونزو د کمېدو لپاره یو میلیارد ډالره د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو ادارو ته ورکوي، په دې هېواد کې د ۹۲ سیمه ییزو راډیو ګانو او ټلوېزیونو استازي له نړیواله بانکه غواړي چې دوی ته دې د مخکېني جمهوري نظام له سقوط وړاندې دې د ملي دسترخوان لپاره د عامه پوهاوی د اعلاناتو پیسې هم ورکړي.

دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، د ۲۰۲۱ کال له مارچ میاشتې نیولی د همدې کال تر اګسټ میاشت پورې یې د نړیوال بانک د ملي دسترخوان د پروژې د عامه پوهاوي اعلانات خپاره کړي، خو ۵ میلیونه افغانۍ حق الزحمه یې نه ده ورکړل شوې.

د دغه کنفرانس یو تنظیمونکي او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د همغږۍ مسول مطیع الله سرور ازادي راډیو ته وویل: "د ټول افغانستان ۹۲ سیمه ییزو راډیوګانو ټلوېزیونونو چې د نړیوال بانک د ملي دسترخوان د پروژې د عامه پوهاوي اعلانات یې د ۶ میاشتو په جریان کې خپاره کړي وو، د سقوط سره سم د نړیوال بانک فعالیتونه ودرېدل اوس چې دوی بیا فعالیتونه پیلوي، نو باید زموږ د رسنیو پیسې هم ورکړي."

مطیع‌الله سرور
مطیع‌الله سرور

ښاغلی سرور وایي، اوس مهال سیمه ییزې رسنۍ تر بل هر وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي او مالي لاسنیوي ته اړتیا لري.

د نوموړي په خبره، دې خبري کنفرانس کې دغه شان د طالبانو له حکومت هم غوښتنه وشوه چې سیمه ییزو رسنیو ته تېر مالیات معاف کړي.

دی وایي، د طالبانو حکومت له ټولو رسنیو جدي غوښتنه کړې، د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جوازونه نوي کړي او دغه شان ماليې وزارت ته خپل مالیات تحویل کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیخ الله مجاهد وايي، له مسولو حکومتي ادارو سره به د مالیاتو په اړه د رسنیو د استازو غوښتنه شریکه کړي:

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیخ الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیخ الله مجاهد

مجاهد زیاتوي: "ستونزې شته، حکومت هم اقتصادي ستونزې لري، دا شریکه ستونزه ده د حل لپاره یې لارې چارې لټوو، خو تر کومه حده چې ممکنه وي د دوی غږ به تر مسولینو ورسول شي او له دوی سره به د مرستې غوښتنه وکړو."

د طالبانو د حکومت له پیل وروسته، رسنۍ هم لکه د نورو بنسټونو په څېر سختې اغېزمنې شوي او ډېرو یې د مالي ستونزو له امله رسنیز فعالیتونه درولي دي.

وروستۍ وروستۍ بېلګه یې په لغمان کې د خېبر نوښت په نوم سیمه ییزه راډیو ده چې تېره ورځ یې فعالیتونه ودرول شول.

مسولینو یې ویلي، له تېرو لسو کلونو یې د لغمان د مرکز مهترلام او شااوخوا سیمو لپاره خپرونې کولې خو د اقتصادي ستونزو له امله یې فعالیت ودرولو.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د بې‌ پولي خبریالانو ټولنې د افغانستان او ایران مسؤل رضا معیني ازادي راډیو ته ویلي و په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، له ۵۴۰ رسنیو۲۶۰ یې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG