د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د افغانستان له کنګل شویو پیسو د څه باندې یو میلیارد ډالرو د کارولو پلان تأیید شو


نړیوال بانک
نړیوال بانک

د نړیوال بانک مشرتابه بورډ هغه پلان تأیید کړ چې له مخې یې د افغانستان د بیارغونې له کنګل شویو پیسو څخه د څه باندې یو میلیارد ډالرو د کارولو اجازه ورکوي.

د نړیوال بانک د اعلان له مخې دې پیسو ته د تعلیم، کرنې، روغتیا او د کورنیو لپاره د پروګرامونو د تمویل په برخو کې سمدستي اړتیا لیدل کېږي.

د پلان له مخې دا پیسې طالبانو ته چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي نه‌ورکول کېږي، بلکې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو او د نړیوالو خیریه ټولنو له‌خوا به د افغانستان له خرابېدونکي بشري حالت او اقتصادي بحران سره د مرستې په برخو کې ولګول شي.

د افغانستان د بیارغونې د صندوق پیسې په اګسټ میاشت کې وروسته له هغه کنګل شوې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او ورسره مرستندویو هېوادونو خپلې مالي مرستې چې د افغانستان د حکومت په سلو کې څه باندې ۷۰ لګښتونه‌یې برابرول هم بندې کړې.

نړیوال بانک
نړیوال بانک

د دې مرستو د بندېدو په نتیجه کې د افغانستان د اقتصادي سقوط، د نقدو پیسو د کمښت او بشري بحران لا ژور شو.

د نړیوال بانک په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق د کنګل شویو پیسو د ازادولو لپاره د لومړي ګام په توګه به مرستندوی هېوادونه د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تعلیم، روغتیا، کرنې او د کورني ژوند په برخو کې د پروژو د تمویل په اړه پرېکړه وکړي.

بیان زیاتوي چې په دې پروژو کې به د نجونو تعلیم او په ټولنه کې د ښځو د ګډون برخو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG