د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د اروپايي ټولنې سفیر طالبانو ته:کور په کور تلاشۍ ودروئ


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر او د استازولۍ مشر وون برنټ ویلي کور په کور تلاشۍ باید سمدستي ودریږي.

هغه په دې تړاو پرون ناوخته یو ټویټ کړی دی.

د سفیر برنټ په ټويټري بیان کې راغلي:" د وېرې خپرول، د کورونو تلاشي، د خلکو نیول او مختلفو قومونو د خلکو او ښځو په وړاندې تاوتریخوالی جنایت دی او باید سمدستي ودریږي."

سفیر برنټ طالبانو ته ویلي چې د پوتین د جګړې سربېره موږ تاسو څارو.
سفیر برنټ طالبانو ته ویلي چې د پوتین د جګړې سربېره موږ تاسو څارو.

سفیر برنټ طالبانو ته ویلي چې د پوتین د جګړې سربېره موږ تاسو څارو.

د پوتین له جګړې د سفیر برنټ منظور پر اوکراین د روسیې یرغل دی چې له څو ورځو یې د ټولې نړۍ نظر ور جلب کړی دی.

د اروپايي ټولنې سفیر داسې وخت د طالبانو پر تلاشیو کلکه نیوکه کړې چې د کابل ښار ځينو اوسېدونکو شکایت کړی چې د طالبانو ځواکونه ځينو کورونو ته بې اجازې ور ننوځي او د کور توکي یې ګډوډوي.

ځینو نورو کابل ښاریانو بیا د دغو عملیاتو ننګه کړې او د امنیت لپاره یې مهمه بللې.

په خپله طالبان وایي چې دا عملیات بریالي دي او هدف یې د امنیت لا ټينګښت دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه په یوه کنفرانس کې وویل:" د کابل ښاریانو ته اطمینان ورکوو چې دا عملیات د خلکو او عام ولس په ضد نه دي او د هېچا په وړاندې کوم بد نیت نه لري. بلکې صرف هغه څوک چې اختطافچي دی او غل دی چې هغوی زموږ ټولنې ته بې ثباتې راولي او نا امني پېښوي د خلکو ژوند په خطر کې اچوي د هغوی په وړاندې عملیات دي. ښاریان دې مطمین اوسیږي. تلاشي ډېر په احتیاط روانه ده. ښځینه پولیسې استخدام شوي د کورونو د تلاشۍ په برخه کې هغوی همکاري کوي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د مجاهد د څرګندونو په اساس د نیول شویو سپکو او درنو وسلو شمېر شااوخوا ۴۰۰ میلو ته رسیږي، لسګونه ماینونه، ۱۳ ټنه باروډ/چاودېدونکي توکي او څه باندې ۶۰ زرهي او دولتي موټر هم ترلاسه شوي.

په دې سربېره د ذبیح الله مجاهد په خبره نهه سړي تښتوونکي،۵۳ غله او د داعش ډلې ۶ غړي هم نیولي.

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د دغو تصفیوي عملیاتو پر مهال د کابل دوه اوسېدونکي د سړي تښتونکو له منګولو خوشې شوي او هم دوه نجونې چې په یوه کور کې په بد حالت کې بندیانې شوې وې وژغورلې.

XS
SM
MD
LG