د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

ظریفه غفاري بېرته افغانستان ته ستنه شوې


ظریفه غفاري
ظریفه غفاري

د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري شپږ میاشتې په بهر کې له استوګنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنه شوې ده.

اغلې غفاري، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو پر مهال د تخلیې په بهیر کې جرمني ته کډواله شوې وه.

خو دا چې اوس ولې، بېرته ته افغانستان ته ستنه شوې په دې اړه یې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:" ما شعار پرېښود او د عملي خدمت او مرستې لپاره خپل ولس ته راغلم، د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې ښځو ته مې خدمت کول لومړيتوب دی، که دې غیر سیاسي او د خدای د مخلوق په خدمت کې څوک راته زیان رسوي پروا یې نه لرم."

ظریفه غفاري جرمني ته کډواله شوې وه.
ظریفه غفاري جرمني ته کډواله شوې وه.

اغلې غفاري له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو د فشارونو لپاره دې ملیونونه بې وزله عام افغانان نه قرباني کوي.

هغه وایي په اوسنیو شرایطو کې د افغان ښځو او نجونو او بې وزلو خلکو لاسنیوی تر بل هر وخت اړین دی او په خبره یې همدې خبرې اړه ایستلې چې بېرته افغانستان ته ستنه شي.

له ظریفې غفاري مو د هغې د امنیت د خوندیتوب په اړه وپوښتل، په دې اړه یې وویل:" تر اوسه خو خوندي یم، ما د طالبانو پر هغو ژمنو باور کړی چې په وار وار یې په ټولو افغانانو غږ کړی چې د خپلو خلکو د خدمت لپاره بېرته هېواد ته ستانه شي، نو وبه ګورو چې څه پېښېږي او دوی پر خپلو ژمنو څومره ولاړ دي."

مخکې تر دې اکثره طالب چارواکو پر ټولو بهر مېشتو او کډوالو افغانانو او ان د پخواني نظام پر ټولو چارواکو په ځلونو غږ کړی چې بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي.

خو د اغلې غفاري هېواد ته په بېرته ستنېدو د تېر جمهوري نظام ځینو چارواکو نیوکې هم کړي.

د افغان فلم پخوانۍ مشرې صحرا کریمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له ظریفې غفاري یې دا تمه نه وه او هغه یې تورنه کړې چې طالبانو سره یو ځای شوې.

خو د ظریفې غفاري مېړه ورته په ځواب کې لیکلي چې هغه یوازې د ولس د خدمت لپاره هېواد ته ستنه شوې.

ظریفه غفاري د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ۲۰۱۹ کال کې د میدان وردګو ولایت د میدان ښار د ښاروالې په توګه وګمارل شوه خو د نهو میاشتو په تېرېدو له سیمه ییزو مخالفتونو او لانجو وروسته وتوانېده چې خپله دنده پیل کړي، په دې موده کې پر هغې څو ځلې وسلوال بریدونه هم وشول ان دا چې په یو هدفي برید کې یې پلار هم ووژل شو- هغه وژنه چې کومې وسله والې ډلې یې پړه نه ده منلې.

ظریفې غفاري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د نړۍ د زړورو ښځو جایزه ګټونکې هم ده.

XS
SM
MD
LG