د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

تازه خبرداری: افغانستان کې خپلواکې رسنۍ د بندېدو له خطر سره مخ دي


د افغانستان ځینې رسنۍ
د افغانستان ځینې رسنۍ

د رسنیو یوه ټولنه خبرداری ورکوي چې که وضعیت په اوسني ډول دوام وکړي، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په افغانستان کې د مالي ستونزو له کبله هېڅ خپلواکه رسنۍ پاتې نه شي.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیو د ټولنو فدراسیون وايي، که د رسنیو مالي ستونزو ته فوري پام ونه شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به هېڅ غیر حکومتي رسنۍ فعاله پاتې نه شي.

تېره اوونۍ د ایینه په نوم ټلوېزیون خپلې خپرونې ودرولې او ویې ویل چې د مالي ستونزو له کبله کار ته دوام نه شي ورکولی.

د افغانستان د رسنیو خاوندان او ژورنالېستان له رسنیو او خبریالانو سره د بهرنیو مرستندویو موسسو د مرستې غوښتنه کوي.

دوی وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د رسنیو مالي وضعیت خراب شوی دی.

د رسنیو د ملاتړ د نهادونو د رهبرۍ شورا غړی ضیا بومیا د رسنیو اندېښنه تاییدوي، وايي: "تر شپږ میاشتې په لنډ وخت کې به د ازادو رسنیو فعالیت په ټپه ودریږي ځکه چې ډېرو رسنیو ته بهرنیو مرسته ورکوله یا په اعلانونو چلېدلې."

د رسنیو د ملاتړ د نهادونو د رهبرۍ شورا غړی ضیا بومیا
د رسنیو د ملاتړ د نهادونو د رهبرۍ شورا غړی ضیا بومیا

د بې پولې خبریالانو (RSF) د ټولنې او د افغانستان د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې د یوې ګډې سروې پر اساس، د تېرکال د اګسټ له پنځلسمې را په دې خوا په افغانستان کې ۲۳۱ رسنۍ بندې شوي او څه باندې ۶ زره ۴۰۰ خبریالانو دندې له لاسه ورکړي دي.

تر ټولو ډېر زیان ښځینه ژورنالېستانو کړی دی. په هرو ۵ ښځینه خبریالانو کې ۴ په رسنیو کې نور کار نه کوي.

XS
SM
MD
LG