د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

په چین کې د ژمني المپیک لوبو پای؛  بیرغ د ۲۰۲۶کال ژمنیو لوبو کوربنو ته سپارل کېږي


د المپیک لوبې
د المپیک لوبې

د المپیک پر سږنیو ژمنیو لوبو تر ټولو ډېر سیوری کرونا غوړولی و چې دې وبا ورزشکاران، خبریالان او هم نندارچیان او تنظیموونکي محدود کړي وو.

ځینو هېوادونو بیا د دې لپاره دغه ژمنۍ لوبې له سیاسي پلوه تحریم کړې وې چې ویل یې چین د بشري حقونو د ټینګښت په برخه کې ښه سابقه نه لري.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین چې له لوېدیځ سره په نانندریو بوخت دی له خپل چینایي سیال شی جین پینګ سره د پیوستون په هدف د المپیک د پرانیستې مراسمو کې حاضر و.

د المپیک لوبو په پرانیسته کې ولادیمیر پوتین روسیې پلاوي ته لاسونه ښوروي
د المپیک لوبو په پرانیسته کې ولادیمیر پوتین روسیې پلاوي ته لاسونه ښوروي

د چین په ژمني المپیک کې د خبریالانو شمېر هم کم و او نه یې شوای کولای چې د المپیکي لوبو له ټولو پېښو راپورونه جوړ کړي.

د چین چارواکو د دغو محدودیتونو علت د کرونا ویروس د مخنیوي او کنټرول هڅې بللې، خو ځینې بیا په دې باور دي چې دا اقدامات د دې لپاره کېدل چې خبریالان بې پلوه اطلاعاتو او د المپيک سیاسي اړخونو ته لاسرسی ونه لري.

د المپیک پر ګډون کوونکو د ځانګړو محدودیتونو له کبله ځینې هغه لوبغاړي د کزونا د مثبتوالي له کبله له لوبو پاتې شول چې له کلنو راهیسې یې چمتوالی ورته نیولی وو.

له دې ټولو بدلونونو سره سره چینایي چارواکو نن وویل، دوی المپیکي لوبې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې.

د المپیک لوبو کې ناروې لومړی مقام ګټلی
د المپیک لوبو کې ناروې لومړی مقام ګټلی

د سږني ژمني المپیک د جوړولو کمېټې ویاند تهاو ویدانګ وویل، دا ژمنۍ لوبې به په تاریخ کې تلپاتې و اوسي.

د چین له سږنیو المپیکي لوبو څخه خپله چین ۹ د سرو زرو مډالونه وګټل او درېیم مقام یې ترلاسه کړ.

د لوبو اتلولي ناروې د سرو زرو د ۱۶ مډالونو په ګټلو خپله کړه، دا هغه هېواد دی چې پنځه نیم میلیونه نفوس لري.

جرمني د سرو زرو د ۱۲ مډالونو په ګټلو دویم او امریکا په ۸ هغو څلورم مقام وګاټه.

XS
SM
MD
LG