د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

مالي ستونزې؛ د معتادینو د درملنې مرکزونه:لاهم د روږدو امیدوارو مېرمنو درملنه کوو


ارشیف، یوه معتاده مېرمن
ارشیف، یوه معتاده مېرمن

په افغانستان کې د روغتيا برخه کې د مالي او تخنيکي ستونزو ترڅنګ، په وروستيو میاشتو کې د معتادینو د درملنې برخه کې ستونزې ډېرې شوي دي، په تېره بيا معتادې مېرمنې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ماه جبين او نفيسه هغه معتادې مېرمنې دي چې د لنګون پړاو يې تازه د معتادینو د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې تېر کړی دی.

دوی د معتادو ښځو، په تېره بيا اميدوارو ميندو لپاره طبي خدمات ډېر مهم بولي، ځکه چې کورنۍ ښځو ته چندان اجازه نه ورکوي چې د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ته ورشي او دا مرکزونه تر ډېره بريده په خپلو کورونو کې د هغوی درملنه کوي.

ماه جبين وايي: "د لنګون مخکې چې دلته راغلم د وينې د کموالي د ناروغۍ درمل يې هم راکړل او هره مياشت به يې معاينه کولم، کله چې به مرکز ته نه راتلم نو زموږ کور ته به راتلل او زه به يې معاينه کولم. کله چې مې ماشوم وزېږېد، ډېره مرسته يې راسره کوله، زما ماشوم ته به يې پمپر او ما ته به يې د وينې د کموالي او کمزورۍ درمل راکول."

ارشیف، شبرغان کې یوه معتاده مېرمن
ارشیف، شبرغان کې یوه معتاده مېرمن

نفيسه هم ورته نظر لري: "کله چې ناروغه شومه راغلل زما او زما ماشوم ته يې درمل راکړل، کله چې دلته راغلمه جراحي عملياتو ته مې اړتيا پېښه شوه، خو مېړه او خواښې مې روغتيايي مرکز ته د تلو اجازه را نه کړه، اما ډاکټران راغلل او هغوی يې پوه کړل، ډېره کمزورې شوې ومه، زه يې عمليات کړمه. اوس چې مې ماشوم ناروغه شي دې مرکز ته راځم، ډاکټران زما او زما له ماشوم سره مرسته کوي."

د افغانستان د پخواني حکومت تر نسکورېدو مخکې د ۱۴۰۰لمریز کال په لومړيو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې، په هرو درېيو معتادینو کې يوه يې ښځه بلل شوې وه، خو په پنځو ښځو کې يوازې يوه يې د معتادینو درملنې مرکزونو ته تلای شوای.

د معتادینو د درملنې د برخې ډاکټره شينکۍ مينه وال وايي چې اميدواره ميندې ډېرې پاملرنې او څارنې ته اړتیا لري، ځکه لږ غير مسلکي چلند هم د دې سبب کېدای شي چې مور يا هغې په ګېډه کې ماشوم له منځه يوسي.

نوموړې وايي: "د اميدوارۍ پرمهال د مور د وجود مقاومت کمزوری وي او د وجود وينه يې هم لږ وي، ژر په قهرېږي، بايد هره ورځ يې د ويني فشار وکتل شي چې لوړ نه شي، موږ تر لنګون وروسته هم له ذهني او جسمې پلوه د دغه ډول ناروغانو درملنه کوو، د هغوی د ماشوم د سوء شکل او د ماشوم د لږ وزن په اړه معلومات ورکوو، موږ نه شو کولی چې پر معتادو اميدوارو ميندو په يوه ځل نشه يي مواد بند کړو، ځکه چې دا کار هغوی ته سخت دردونه ورپېښوي چې دا دردونه د مور په ګېډه کې د ماشوم د مړينې سبب کېږي."

هرات کې ځینې معتادې مېرمنې
هرات کې ځینې معتادې مېرمنې

خو د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکز ډاکټره فريما نيکهت وايي، که مور وکولی شي چې د اميدوارۍ په لومړيو کې نشه پرېږدي، دا کار به هم د دې او هم به د دې په ګېډه کې د ماشوم په ګټه وي.

نیکهت وايي: "که مور د اميدوارۍ په لومړیو درېيو میاشتو کې نشه پرېږدي، ډېره ښه نتيجه لري، ځکه په پاتې موده کې چې ماشوم د مور په ګېډه کې وي، له نشه يي موادو پاک وي، ښکاره خبره ده چې کله مور نشه پرېږدي، کولای شي چې له ويټامينونو او خوراکي موادو څخه ښه ګټه واخلي. "

په ښارونو کې د معتادو ښځو لپاره د طبي خدماتو خبره داسې مهال راپورته کېږي چې د ډاکټرانو په وينا په ځينې ولايتونو کې د معتادو ښځو لپاره د طبي خدماتو تر کمېدلو وروسته ځينو ښځو د درد ارامولو او ذهني فشار کمولو لپاره د تارياکو نشو ته مخه کړې ده.

ددې راپور غږیزه بڼه دلته واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

XS
SM
MD
LG