د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

په افغانستان کې سینګارتونونه؛ د تېر په څېر مېرمنې د سینګار مرکزونو ته نه ورځي


د طالبانو له واکمنۍ وروسته سینګارتونونه
د طالبانو له واکمنۍ وروسته سینګارتونونه

د کابل د شهرنو سیمه چې ښايي د سینګارتونونو مرکز هم وبلل شي.

دلته د سینګار لسګونه مرکزونه شته چې نجونې په عصري ډول سینګاروي.

خو پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته دا کاروبار اغېزمن شوی او د تېر په څېر اوس ښځې او نجونې د سینګار دغه مرکزونو ته نه ورځي.

ندا هغه ځوانه نجلۍ چې په ډېره مینه يې نږدې درې کاله وړاندې د شهر نو په یوه څنډه کې سینګار ځای جوړ او څو نورو مېرمنو ته يې هم د کاروبار زمینه برابره کړې وه.

د طالبانو د واکمنۍ وروسته د ډیریو سنګارتونونو تصویرونه پاک شوي
د طالبانو د واکمنۍ وروسته د ډیریو سنګارتونونو تصویرونه پاک شوي

نوموړې وايي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې يې د سینګار دا مرکز څو ځله تړلی او خلاص کړی دی.

ندا وايي، په ډېرې سختۍ وتوانېده چې د طالبانو له حکومته د کار جواز ترلاسه کړي خو په خبره یې، اوس يې د کاروبار هغه مزه نه شته، او مشتریان يې ډېر کم شوي دي.

نوموړې زیاتوي:" په کومه وېره مې چې د سینګار دا مرکز تړلی و، اوس مې بېرته په ډېرې وېرې خلاص کړی دی، اړتیا لرو چې یوه مړۍ حلاله نفقه پیدا کړو، خو اوس د خوښۍ هغه ډول محفلونه نه شته چې مخکې به وو، موږ ښځې له طالبانو ډېره وېره لرو، چې زموږ راتلونکې به څنګه کېږي، اوس نو داسې حالت ته رسېدلي یو چې ټوله ورځ منتظر یو چې یو مشتري راشي او موږ ورته کار وکړو."

اغلې ندا وايي، د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته په وار وار د نامعلومو کسانو له لوري ګواښل شوې ده.

له پلازمېنې کابل ور ها خوا په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دغه کاروبار په ورته حالت کې دی.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې چې دا هم سینګار ځای لري او نه غواړي نوم يې په دې راپور کې یاد شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له ورتګ وروسته تر یوې اوونۍ يې دوکان تړلی و خو د اقتصادي ستونزو له امله اړه شوه چې بېرته خپل کار ته ور وګرځي.

ارشیف؛ په کابل کې د مېرمنو د سینګار مرکز
ارشیف؛ په کابل کې د مېرمنو د سینګار مرکز

دغه مېرمن له طالبانو غواړي چې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته کار اجازه ورکړي.

دا وایي:" یوازې دې مېرمنو ته د کار اجازه ورکړي او موږ دې نه اړ باسي چې په کورونو کې کېنو، په هره برخه کې چې وي باید مېرمنو ته د کار اجازه ورکړل شي موږ له دوی کومه بله تمه نه لرو."

د دغې مېرمنې په خبره ډېری مشتریان يې یا خو نورو هېوادونو ته کډوال شوي او یا هم بې کاره شوي چې له امله یې د دوی کار هم پیکه شوی دی.

یو شمېر نجونې او مېرمنې چې مخکې به د ځان سینګارولو لپاره سینګار ځایونو ته تللې وايي، اوس د اقتصادي ستونزو او د طالبانو له وېرې د ښکلا دغه مرکزونو ته نه ځي.

د کابل اوسېدونکې مریم ازادي راډيو ته وویل:" خلک اوس د پخوا په څېر سینګار ځایونو ته نه ورځې ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او بله مهمه مسئله د وېرې ده چې مېرمنې له طالبانو وېره لري."

وروسته له هغې چې د تېر میلادي کال د اګسټ په ۱۵مه طالبانو کابل ونیو دسینګار ځایونو لوحې او سوداګریز پوسټرونه چې د ښکلو او جوړو شویو نجونو عکسونه په کې وو له سینګار ځایونو لیرې کړل شول.

چې ډېرو ځایونو کې خپله سینګار ګرو د وېرې له امله دا کار کړی و.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یوه سنګارتون انځور
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یوه سنګارتون انځور

د یادونې ده چې نن سبا د طالبانو په رسمیت نه پېژندل شوي حکومت دا دی شپږ میاشتې تېرېږي، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي خلاص شوي، د یو شمېر دولتي پوهنتونونو دروازې د نجونو زده کوونکو پر مخ تړلي، د حکومت ډیری ښځینه کارکوونکې په کورونو ناستې او ډېر شمېر هغه ښځې چې په بېلابېلو برخو کې په سوداګرۍ بوختې وې له افغانستانه کډوالې شوې دي.

نړیوالې ټولنې د نجونو زده کړه او مېرمنو ته د کار حق ورکول د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره مهم شرطونه بللې دي.

وموغوښتل د د ښځو د کار او د سینګارګرو مېرمنو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاندویانو يې له پر له پسې اړیکو سره سره زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې په افغانستان کې نږدې ۲۲ کاله وړاندې د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال سینګارګرو مېرمنو نه شوای کولای په ښکاره ډول کار وکړي، ځکه نو دوی اړې وې چې په پټه په خپلو کورونو کې نجونې او ښځې سینګار کړي.

XS
SM
MD
LG